د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۸ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۲:۵۲

سرخط: د لمریز کال پای او د بقا ازمون


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د ۱۳۹۴ لمریز کال ستونزو او د سولې په اړه وروستیو هڅو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا سرلیک ورکړی چې د لمریز کال پای او د بقا ازمون.

په سرمقاله کې راغلي چې نن د ۱۳۹۴ لمریز کال وروستۍ ورځ ده او دا کال افغانستان ته له هره پلوه ستونزمن و.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په دې کال کې کندز سقوط وکړ، د بدخشان او یوشمېر نورو ولایتونو ځینې ولسوالۍ سقوط شوې او د بغلان په ګډون په یوشمېر سیمو کې خونړۍ حملې وشوې.

د ورځپاڼې په باور، ۱۳۹۴ کال ټیټې هسکې درلودې، خو لیکوال هیله ښکاره کړې چې نوی لمریز کال به یو څه ښه وي.

اصلاح:

افغانستان به په نوې کال کې له تېر کال څخه متفاوته وي، دا د اصلاح ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، تېر کال له امنیتي، اقتصادي او رواني پلوه افغانانو ته سخت کال و او ګڼ شمېر کسانو له همدې امله خپل هېواد هم پرېښود.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې سپارښتنه کړې چې ۱۳۹۴ کال باید بیا تکرار نه شي.

په سرمقاله کې راغلي، په دې کال کې د څو ورځو لپاره د کندز ښار سقوط د ملي وحدت حکومت ته د خطر یو زنګ و او دا دې ته ورته پېښې باید بیا تکرار نه شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې په نوې کال کې باید عملي ګامونه پورته شي.

په مطلب کې راغلي چې یوشمېر بهرنیو جنرالانو ۱۳۹۵ کال ستونزمن اټکل کړی او حکومت هم باید هڅه وکړي چې د ستونزو د تکرار مخنیوی وکړي.

د ورځپاڼې په باور، ولسمشر ډاډ څرګند کړی چې نوې لمریز کال کې به د ستونزو هواري ته کار کوي او د هغو تشو د ډکولو هڅه کوي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې موجودې دي.

همدې ورځپاڼې بیا په یوه جلا مطلب کې د سولې په اړه تبصره کړې او لیکلي دي چې افغانستان سولې ته جدي اړتیا لري.

په مطلب کې راغلي، د افغانستان د پرمختګ لپاره مهمه ده چې له بېلابېلو وسله والو ډلو سره سوله وشي او روانه جګړه پای ومومي.

XS
SM
MD
LG