د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

اروپايي ټولنې او ترکیې د کډوالو د مخنیوي موافقه تصویب کړه


اروپايي ټولنې او ترکيې اروپا ته د پناه غوښتونکو د جوپې د مخنيوي لپاره يوه موافقه نهايي کړه.

د اروپايي ټولنې مشرانو پرون په بروکسل کې د يوې سر مشريزې په وروستۍ ورځ اروپا ته د پناه غوښتونکو د جوپې د مخنيوي پر لارو چارو خبرې وکړې.

دوى له ترکيې سره يوه لانجمنه موافقه تصويب کړه چې له مخې به يې د انقرې له خوا اروپا ته د پناه غوښتونکو مخه نيول کېږي، په بدل کې به له ترکيې سره مالي مرسته کېږي.

د دې موافقې هدف د هغې عمده لارې بندول دي چې تېر ميلادي کال ورباندې په میليونونو پناه غوښتونکي او کډوال تېر شوي او وروسته يې ځانونه يونان بيا جرمني او سويډن ته رسولي دي.

ډېرى دغه پناه غوښتونکي د منځني ختيځ دي.

رويټرز اژانس ليکي، دا لا څرګنده نه ده چې دا نوې موافقه څومره قانوني بڼه لري او څومره نتيجه به ورکړي.

د ترکيې صدراعظم احمد داود اوغلو وويل چې ترکيه به هغه غير قانوني پناه غوښتونکي چې د اژه له جزايرو اروپا ته روان دي، ومني خو په بدل کې ترکيه هم غوښتنه لري:

"موږ موافقه وکړه چې د انساني قاچاق د کمزوري کولو او د قانوني پناه غوښتونکو د منلو لپاره يوه متوازنه تګلاره خپله کړو، ترکيه به ټول هغه پناه غوښتونکي ومني چې په غيرقانوني ډول د اژه له جزايرو تېرېږي، خو په بدل کې اروپايي هېوادونه به له ترکيې همدومره شمېر قانوني پناه غوښتونکې ومني."

د دې پلان له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې يونان ته رسېږي او د پناه غوښتنې اسناد يې رد شي، بېرته ترکيې ته لېږل کېږي.

په بدل کې به اروپايي هېوادونه د سوريې په زرګونو هغه کډوال ومني چې په ترکيه کې ژوند کوي.

د دې موافقې له مخې به ترکيې ته مالي مرسته ورکول کېږي او په اروپايي ټولنه کې به يې پر غړيتوب خبرې چټکې شي.

د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټُسک د ترکيې له صدارعظم احمد داود اوغلو سره تر خبرو وروسته وويل، د اروپايي ټولنې ټولو ٢٨ غړیو هېوادونو د دې موافقې متن له کوم بدلون پرته تاييد کړ.

XS
SM
MD
LG