د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

ترکېه او اروپا زیار باسي څو د کډوالو د مخنیوي لپاره توافق ته ورسیږي


د ترکېې او اروپا مشران زیار باسي چې اروپا ته د کډوالو د بهیر د مخنیوي لپاره یو توافق ته سره ورسیږي.

انقرې د همکاري لپاره یو لړ امتیازات او مرستې غوښتې دي.

د اروپا د شورا مشر ډونالډ ټوسک د کډوالو د بحران په هکله په بروسلز کې دوه ورځنۍ غونډې ته خپلې وینا کې خبرداری ورکړ چې توافق ته رسیدلو لپاره لاډیر کار پاته دی.

د اروپا مشران په داسې یو پلان باندې غور کوي چې په کې د کډوالو د تبادلې په هکله د ترکېې د صدراعظم احمد داوود اوغلو وروستی وړاندیز هم شامل دی.

نوموړي ۱۰ورځې مخکې وړاندیز وکړ چې ترکېه به هغه کډوال بیرته مني چې دایجې د سمندر له لارې په غیرقانوني توګه اروپا ته اوښتي او په بدل کې به یې اروپا یو زیات شمېر کډوال چې په ترکېه کې اوسي مني.

یو چارواکي ویلي،مقصد دا دی چې د انسان د قاچاق وړونکو کاروبار مات شي او پناه غوښتونکو ته داسې یوه لاره چې ژوند یې په کې په خطر کې نه وي برابره شي.

د توافق یوې مسودې دغه پلان بشري کړ او د ختمولو او د عامه نظم د ټینګار لپاره یو ضروري لنډ مهالی او فوق العاده اقدام ګڼلی دی.

خو هغو ناندریو چې اروپايي اتحادیې سره د ترکېې د یوځای کېدو د مذاکراتو او په ځانګړي توګه د انقرې او قبرس ترمنځ اوږدو ستونزې رامنځ ته کړي د دغه پلان د منلو مخه یې نیولې ده.

کوم لاس رسی چې د اروپايي اتحادیې نورو هېوادونه یې د ترکېې بندرونو او هوايي ډګرونه ته لري، انقره یې قبرس ته نه ورکوي.

د قبرس جمهور رییس ویلي دي چې اروپايي اتحادیې سره د ترکېې د یوځای کېدو په وړاندې مخالفت څخه به هغه وخت لاس واخلي چې انقره قبرس په رسمیت وپیژني.

بل خوا ترکېه د شمالي قبرسیانو لپاره یو لړ امتیازات غواړي.

XS
SM
MD
LG