د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۴

سریلانکا له افغانستانه د کرکټ لوبه وګټله


د کرکټ په نړېوالو شل اوریزو سیالیو کې پرون ناوخته سريلانکا افغانستان په شپږو ویکټو مات کړ. لوبه د هندوستان په کلکتې کې وه.

افغانستان چې د پچې له ګټلو وروسته یې لومړنۍ بیټینګ وکړ او د اوو لوبغاړو په سوزیدو یې ۱۵۳ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره ترټولو ډیرې منډې اصغر ستانکزي جوړې کړې چې په ۴۷ توپونو یې ۶۲ منډې ووهلې.

سریلانکا ټاکل شوې هدف د څلورو لوبغاړو په سوزیدو په ۱۹ اورونو کې پوره کړ او په دې توګه یې له افغانستان څخه لوبه وګټله

په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم مینوالو د لوبډلې کمزوري فیلډینګ د ماتې یو سبب بللی دی.

XS
SM
MD
LG