د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۲

"په راتلونکو څو کلونو کې به د افغانستان اقتصاد ښه شي"


د ایرن په نوم خپرونې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه کړې ده.

دا خپرونه لیکي، کله چې کال مخکې امریکا شاوخوا ۶۰۰۰۰ پوځیان له افغانستانه وایستل د افغانستان اقتصاد ورسره وځپل شو.

خپرونه انتقاد کوي چې له افغانستانه د نېږدې یولک دیرش زره پوځیانو د ایستلو د پروګرام له پیل سره اقتصاد ته نه د افغانستان پخواني حکومت پام وکړ او نه هم نړیوالو مرستندویه ټولنو.

د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د ولسمشر اشرف غني په وینا یوازې د ټرانسپورټ په برخه کې یولک کسان بېکاره شول.

ایرن خپرونه د نړیوال بانک په وینا لیکي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان اقتصادي وده یو اعشاریه درې وه او د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو تر منځ دا وده په اوسط حساب نېږدې اووه سلنه ته رسېده.

ایرن خپرونه چې تر ډېره د بشري مرستو په اړه راپورونه خپروي، د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغاونې د ادارې د سرمفتش جان سوپکو خبرې رااخیستې دي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د یوه اقتصادي پروګرام په نه رامنځته کولو انتقاد کوي او وایي چې دا د شرم وړ خبره ده چې دې موضوع ته په خپل وخت پاملرنه و نه شوه.

ایرن خپرونه بیا پوښتنه کوي چې اوس به څه کېږي؟

خپرونه لیکي چې حالت ډېر بد نه دی، نړیوال بانک وړاندوینه کوي چې په راتلونکو څو کلونو کې به د افغانستان اقتصادي وده ورو ورو ښه شي او د روغتیا او تعلیم په برخو کې مهم پرمختګونه روان دي.

د افغانستان د پرمختګ مخې ته یو بنیادي خنډ هم اداري فساد ګڼل کېږي.

ایرن خپرونې په دې برخه کې د حکومتي سلاکار عمر صمد خبرې رااخیستې دي چې وایي، حکومت په دې برخه کې سخته ژمنه کړې ده خو د اداري فساد د جرړو ایستل د وخت خبره ده او زمان ته اړتیا لري.

ایرن خپرونه بیا امنیت د اقتصادي ودې مخې ته بل خنډ یادوی، خو لیکي چې د افغان ځواکونو د روزنې او په وسلو د سمبالونې بهیر ښه روان دی د خپرونې په وینا د امنیت له ښه کېدو سره به اقتصادي وضعیت ښه شي.

فارین پالیسي:

فارین پالیسي خپرونې بیا د امنیت په برخه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان وړاندیز ته اشاره کړې ده، جنرال جان کمپبل سپینې ماڼۍ ته وړاندیز کړی دی چې د طالبانو او د هغوی د مشرانو پرضد باید امریکایي ځواکونه بمباري وکړي او د افغان ځواکونو ملاوتړي.

اوس امریکایي ځواکونو ته یوازې په هغه حالت کې د طالبانو پرضد د بمباري اجازه شته چې هغوی امریکایي ځواکونو ته یا افغان ځواکونو ته مستقیم خطر پېښوي.

XS
SM
MD
LG