د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د ترکیې مرکز انقرې د تېر ماښام په چاودنه کې ۳۴ تنه وژل شوي


د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د تېرماښام په چاودنه کې د۳۴ کسانو د مړینې او د ۱۲۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.

چارواکي ګومان کوي چې د انقرې ښار مرکزي چوک کیزیلای ته په نېږدې پارک کې د بس د تم ځای مخې ته دا چاودنه به یوه بمي حمله وي.

د ترکیې په پلازمېنې انقره کې پرونۍ چاودنه حکومتي ودانیو ته په نېږدې سیمه کې وشوه.

عیني شاهدان وايي، له برید وروسته پوځي هلیکوپټرو په الوتنو پیل وکړ.

د راپورونو له مخې صدراعظم احمد داود اوغلو د کورنیو چارو له وزیر، د استخباراتو د ادارې له مشر او له امنیتي چارواکو سره بېړنۍ غونډه وکړه او ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د کورنیو چارو له وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې.

حمله د انقرې په مرکزي برخه کې کیزیلای چوک او د ګووین په نوم پارک ته نېږدې وشوه او هغه بس یې په نښه کړ چې۲۰ تنه سورلۍ په کې وې.

دا همغه سیمه ده چې نېږدې یوه میاشت مخکې یوې بلې چاودنې د سرتېرو په ګډون ۲۹ کسان ووژل.

که څه هم د پرونۍ چاودنې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د ترکیې یوه استخباراتي مقام رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا حمله به د کردستان د کارګرانو ګوند P.K.K او یا د هغې کومې متحدې ډلې کړې وي.

د تېرې حملې مسوولیت P.K.K ته یوې نېږدې ډلې منلی و، خو چارواکي وايي، د سوریې کرد وسله والو هم لاس په کې درلود.

په انقره کې د پرون ماښام انتحاري حمله په داسې حال کي کېږي چې مسکو پر انقرې د سوریې په خاوره کې دننه د کردانو په سیمو کې د پوځي تاسیساتو د جوړولو تور لګولی.

روسیه وايي چې ترکیې د سوریې په سرحد کې څوسوه متره دننه خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي څو د سوریې په شمال کې د کردي ډلو د سنګرونو د استحکام مخه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف په یوه ټلویزیوني مرکه کې چې پرون خپره شوه وویل، مسکو په سوریه کې دننه د ترکیې د پوځي حضور د پراخولو په اړه کره اسناد لري:

"ترکیې په سوریه کې د کرد ډلو د سنګرونو د پیاوړتیا د مخنیوي غوښتنه کوله او بیا یې دا خپل مسلم حق وباله چې د سوریې په خاوره کې دننه یو امنیتي زون جوړ کړي، زموږ د معلوماتو له مخې دوی لا دمخه له سرحد څخه څو سوه متره وړاندې سوریې ته دننه اوښتي او استحکامات جوړوي."

د لاوروف د څرګندونو په اړه ترکي چارواکو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې انقرې د جنوب ختیځ په دوو کرد مېشتو ښارونو کې پر تګ راتګ بندیز اعلان کړی.

په دې سیمه کې د کردستان د کارګرانو د ګوند P.K.K د جنګیالیو پرضد د عملیاتو د پیل لپاره امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي.

XS
SM
MD
LG