د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

چراغ:په ارګ کې د بې سرپرستۍ فضا رامنځ ته شوې


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د حکومت دننه ګډوډېو او په ورته وخت کې د طالبانو د خپل منځیو جګړو زیاتیدو ته ځانګړي کړي دي.

چراغ ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په ارګ کې د بې سرپرستۍ فضا رامنځ ته شوې او کارکوونکي یې په دې شپو ورځو کې د خپل برخه لیک په اړه فکر کوي.

په سرمقاله کې راغلي چې په دې وروستیو کې په ارګ کې د سیاسي فاتحو ټغر هوار شوی او له څو مودې راهیسې د ارګ دننه فضا کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې او د ارګ چارواکي هوډ لري چې د خپلو تشکیلاتو پاړسوب کم کړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، که چارواکي د ارګ په تشکیلاتو کې هر ډول اصلاحات راولي، باید د یوه میکانیزم له لارې یې راولي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې حکومت د خلکو په وړاندې هیڅ مسئولیت نه احساسوي.

په مطلب کې راغلي چې له تیرو دوو کلونو راهیسې لسګونه زره ځوانان له هېواده وتلي، تر یو نیم زرو ډیر په لاره کې ورک شوي، خو حکومت یې په وړاندې هیڅ هم نه دي کړي.

ورځپاڼې د یوې سرچینې په حواله لیکلي چې د ځوانانو د بې کارۍ کچه په داسې حال کې زیاته ده چې همدا مهال په ارګ کې لسګونه پروژې د تدارکاتو په کمېټه کې بندې دي او میلیونونه ډالر بیرته مرسته کوونکو هېوادونو ته ګرځیدلي دي.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د طالبانو ترمنځ د خپل منځیو جګړو زیاتوالي ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د هرات په شینډنډ کې د طالبانو د جګړو له امله ګڼې کورنې بې ځایه شوي دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې په هرات کې جنګیدونکي دواړه ډلې طالبان د جګړې اصول په پام کې نه نیسي او ډیر زیان یې ملکیانو ته رسولی دی.

د ورځپاڼې په باور، که د طالبانو خپل منځۍ جګړې هر ډول وي، باید حکومت یې مخه ونیسي، ځکه چې دا او دې ته ورته جګړې د ملکیانو په ژوند منفي اغیز کوي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او د ولسي جرګې د غړو په حواله یې لیکلي دي چې په هرات کې د جګړو هدف دا دی چې پاکستان غواړي هلته د پراختیایي پروژو د عملي کولو مخه ونیسي.

په سرمقاله کې راغلي چې ولسي جرګې تل د ولس ستونزې د یوه شعار تر حده راپورته کړي خو د تعقیب لپاره یې هیڅ هم نه دي کړي.

د ورځپاڼې په باور، په یو شمېر ملي مسائلو کې د ملي شورا غبرګون دا څرګندوي چې په حکومت کې لږ تر لږه یوه قوه لږ فعاله ده او د خپلو مسئولیتونو په وړاندې بې تفاوته نه پاته کیږي.

XS
SM
MD
LG