د افغانستان د جمهور ريیس دویم مرستیال سرور دانش وايي، افغانان خپل مخالفین په هغه صورت کې مني چې د افغانستان ملي ارزښتونه ومني.
ده دا خبره د جمعې په ورځ په کابل کې د اسلامي وحدت د ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د۲۱ تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.
په داسې حال کې چې ځینې افغانان اندېښنه لري چې ګواکې له مخالفینو سره به د سولې په مذاکراتو کې، د دوی د مبارزو لاسته راوړنې قرباني شي، خو افغان چاروا کي ډاډ ورکوي چې دا لاسته راوړنې به خوندي وساتل شي.
د افغانستان د جمهور رییس دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغانان د هېواد د استقلال او ملي حاکمیت د خوندي ساتلو لپاره، د مخالفینو پروړاندې ډېرې مبارزې کړي او په دې لار کې به نوره مبارزه هم وکړي.
ښاغلي دانش دا خبره د جمعې په ورځ د اسلامي وحدت د ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۱مې کلیزې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړه.
ده تاکید وکړ چې له طالبانو سره دې د سولې په مذاکراتو کې ملي ارزښتونو ته اهمیت ورکړل شي:
"موږ هېڅ کله د خلکو د ارزښتناکو مبارزو لاسته راوړنې، د قانون سره سم ارزښتونه او د خلکو ارادې له پامه نه شوغورځولی او که مخالفین د غو ارزښتونو ته درناوی وکړي، افغان ولس به یې په غیږ ونیسي او که داسې نه وي نو، د هېواد امینتي ځواکونه د خپلو ملي ارزښتونو د فاع ته چمتو دي."
ښاغلي دانش داهم وویل، مخالفین غواړي چې په یو لړ تبلیغاتو سره د سولې په اړه د خلکو ذهنونه ګډوډ کړي.
ده هغه اوازې له حقیقته لېرې وګڼلې چې ګواکې په را روان کال کې به وسله وال طالبان او د داعش ډله د هېواد په شمال او مرکزي سیمو کې پراخ جنګونه پیل کړي.
عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۳ لمریز کال د حوت په میاشت کې د طالبانو له خوا ووژل شو.
یاد ې غونډې ته د افغانستان جمهور رييس اشرف غني د یو ویډیویې پیغام په استولو سره ، عبدالعلي مزاري ته د ملي وحدت د شهید لقب ورکړ.
د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۱ تلین په مناسبت جوړې غونډې کې د یاد ګوند غړیو او ګڼ شمېر نورو خلکو ګډون کړی و.
د غونډې وینا والو د سولې په راوستلو کې پر ملي یووالي تا کید وکړ.
سربېره پردې د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال محمد کریم خلیلي وویل، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده.
ده پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره دې له افغاني ارزښتونو څخه کار واخلي:
"موږ چې کله د سولې خبرې کوو دا وروسته تګ او د مخالفینو د ماتې معنا نه لري، په دې صورت کې سوله معنا نه لري، موږ باید داسي میکانیزم رامنځته کړو چې مخالفین د پردیو له واکه ووځي او سوله ټینګه شي."
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځبه مخامخ خبرې به کله پیل شي، خو د افغانستان خلک له حکومته غواړي چې په دې مذاکراتو کې دې د هېواد ارزښتونو ته پام وشي.
راپور: خان محمد سیند