د افغانستان دفاع وزارت ويلي، په سرحدي سیمو کې د هر ډول حملو د مخنیوي لپاره افغان پوځیان په بشپړه توګه چمتووالی لري.
دغه وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په وروستيو کې د افغانستان له ځينو ختيځو ولايتونو راپورونه ورکړل شوي، چې ډيورنډ کرښې ته نژدې د پاکستاني پوځيانو تحرکات زيات شوي دي.
په داسې حال کې چې د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم ګڼل کېږي، په وروستيو کلونو کې د افغان قواوو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښتې هم شوي دي.
صالح محمد صالح د سياسي او پوځي چارو له شنونکي محمد اسحق اتمر نه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه، چې کومو مسايلو افغان حکومت دغه خبرداري ته مجبوره کړ؟