د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۱۰

"را روانه شنبه به له کابل میشتو فارغانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شي"


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینې په شفاف ډول اخیستل شوي او د را روانې شنبې په ورځ به له کابل میشتو فارغانو څخه هم د کانکور ازموینه واخیستل شي.

د دغه وزارت ویاند فیصل امین ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې سږکال به له کابو درې لکه فارغانو څخه د کانکور ازموینې واخیستل شي چې یو لک او اتیا زره به یې د لوړو زده کړو عالي او نیمه عالي موسسو ته لاره پیدا کړي او څلویښت زره نور به یې په خصوصي پوهنتونونو کې جذب شي.

له ښاغلي امین سره زموږ همکار یوسف خان ځدران مرکه کړې ده.

په سر کې ښاغلی امین دا وايي چې د کابل په کانکور ازموینه کې به څومره کسان او په څه ډول یوه پروسه کې برخه واخلي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG