د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

پاکستان اوس هم د افغان سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي


بلفاسټ ټیلګراف ورځپاڼه لیکي، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامونډ ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې ډاډ ورکړ چې لاهم د افغانستان د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

ورځپاڼه دا سوله ماتیدونکې سوله یادوي او وړاندې لیکي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان څو ورځې وروسته تر دې د سولې د دې بهیر د ملاتړ خبره وکړه چې طالبانو اعلان وکړ چې دوی به له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې برخه وانه خلي.

د بلفاسټ ټیلګراف په وینا د طالبانو اعلان د پاکستان، واشنګتن او پیکنګ دا هڅې اغېزمنې کړې چې طالبان به له افغان چارواکو سره د روانې میاشت په لومړیو کې مخامخ خبرو ته کښینوي.

واشنګتن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې بیا د سولې نه، د جګړې خبرې رااخیستې دي.

دغه ورځپاڼه په خپله تازه ګڼه کې د افغان کومانډو ځواکونو په اړه یوه مقاله لري او لیکي، تېر پسرلی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما اکثر امریکایي ځواکونه له افغانستانه وایستل، نو طالبانو په پرله پسې ډول د جنوب او ختیځ ولایتونو له کلیوالو سیمو افغان ځواکونه وایستل بیا یې په سپتمبر کې د افغانستان په شمال کې د کندز مهم ښار ونیو.

خو ورځپاڼه لیکي چې افغان کومانډو ځواکونو په څو ورځو کې بېرته له کندزه طالبان پسې واخیستل.

واشنګتن پوسټ بیا لیکي، کومانډو ځواکونو په بدخشان، کونړ او ننګرهار کې هم تېرکال طالبان له ګڼو سیمو وایستل.

ورځپاڼه بیا په شمال کې د ۲۰۹ قول اردو د ویاند عبدالقهار خبره رااخیستې ده چې وایي، موږ له کومانډو ځواکونو پرته څه نه شو کولی.

واشنګتن پوسټ بیا لیکي، بهرني ځواکونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې افغان ځواکونه روزي خو د دوی ډېره پاملرنه کومانډو ځواکونو ته ده.

ورځپاڼه بیا د کومانډو ځواکونو ستونزو ته اشاره کوي او د افغان ډګروال عبدالجبار وفا په وینا لیکي چې دا ځواکونه د لنډو عملیاتو لپاره دي او باید تر ۷۲ ساعته ډېر په عملیاتو کې برخه وانخلي خو اوس په اکثرو ځایونو کې زموږ کومانډو ځواکونه د دې لپاره چې پولیس او نور پوځیان مو اغېزمن نه دي لږ تر لږه۲۰ ورځې پاتېږي.

خو واشنګتن پوسټ لیکي چې افغان کومانډو ځواکونه داسې ځواکونه دي چې دا هېواد به ساتي.

XS
SM
MD
LG