د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د سولې روان بهیر او د ملي شورا د کار پيل ته ځانګړي کړي دي.
کابل پوسټ:
کابل پوسټ په یوه تحلیلي مطلب کې پوښتنه کړې چې طالبان په خپله، که د پاکستان له خوا له مخامخ خبرو په شا شول؟
په مطلب کې راغلي چې سولې ته دافغان حکومت هیلې او د طالبانو له خوا ځواب دوه سره متضادې مسالې دي چې د دغو دواړو دریځونو یوځای کول ممکن ډېر ستونزمن وي.
د مطلب لیکوال ویلي، د طالبانو نوی دریځ به د سولې په اړه راټوکېدلې هیلې له خاورو سره خاورې کړي او اوس امریکا، چین او پاکستان ته په کار ده چې د طالبانو د وروستي دریځ په اړه ځواب ووایي.
سرنوشت:
د سولې تشې هیلې او د جګړې دوام دا د سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.
په سرمقاله کې راغلي چې د طالبانو د وروستي دریځ په اړه امریکا توند غبرګون ښودلی او ویلې یي دي، که طالبان سوله ونه کړي له پوځي اقدام سره به مخ شي.
د سرمقالې لیکوال ویلي، افغان حکومت کله له پاکستان سره نېږدې شي او کله هغه هېواد په افغانستان کې په نیابتي جګړې تورنوي چې دا ډول ضد او نقیض نظرونه د سولې لپاره ګټه نه کوي او جګړه لا پسې تودوي.
د ورځپاڼې په باور، د سولې څلور اړخیزې غونډې افغانانو ته دروغجنې هیلې ورکوي او دا هیلې هېڅ کله هم نتیجه نه ورکوي.
انیس:
انیس دولتي ورځپاڼې بیا د ملي شورا د کار پيل ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې او لیکلي دي چې د دغې شورا غړي باید له قانون سره سم د حکومت پر فعالیتونو خپل نظارت ته دوام ورکړي.
په سرمقاله کې راغلي، د ملي شورا غړي باید اوسنیو جدي شرایطو ته په کتو له حکومت سره له پخوانیو نزاکتونو تېر شي او په ښه همغږي کې ورسره مخته ولاړ شي.
د ورځپاڼې په باور، د ملي شورا غړي باید له حکومت سره د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه او د سولې او امنیت په ټینګښت کې یوه خوله شي.
اصلاح:
اصلاح ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي چې ملي شورا په داسې حال کې د نوې کال کار پيل کړ چې هېواد له اقتصادي او امنیتي پلوه له سختو ستونزو سره مخ دی.
په سرمقاله کې راغلي چې حکومت د سولې، امنیت او اقتصادي وضعیت لپاره ښې طرحې لري او په کار ده چې د ملي شورا غړي له دغو طرحو څخه ملاتړ وکړي.