د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۷

خوست والي: پانګه والو او سوداګرو ته د پانګونې بلنه ورکوو


د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

د خوست ولایت چارواکو له ملي او ځايي سوداګرو او پانګوالو غوښتنه وکړه چې په یاد ولایت کې د سوداګرۍ د پرمختیا، د اقتصاد د ښه والي او خلکو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په خاطر پانګه وکړي.

د شنبې پر ورځ خوست والي حکم خان حبیبي ولس ته د راپور ورکولو په غونډه کې وویل چې حکومت د سوداګرو او پانګوالو د سرمایه ګزارۍ لپاره د ټولو لازمو شرایطو او امکاناتو د برابرولو په لټه کې دی.

نوموړي له پانګوالو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د پانګې اچونې او د اقتصادي پرمختیا په کار کې حکومت ته لاس ورکړي:

"زما هیله دا ده چې په خوست کې د پانګې اچونې لپاره د دولت لاس او بازو شئ، دولت سره کمک وکړئ، خپل ملي پانګوال رادعوت کړئ، اکیداً غږ کوم چې د پانګوالو او سوداګرو لپاره د دولت دروازه خلاصه ده، ادره يې په خدمت کې ده او زما هیله داده چې خوست د خوستیو سوداګر په پانګونه باندې اباد کړو."

حکم خان حبیبي په دې خواشیني څرګنده کړه چې د ځمکو یو شمېر غاصبین د ټولګټو پروژو مخه نیسي او حتی په خصوصي سکټور کې يې د پانګې اچونې په مخکې ستونزې ایجاد کړي دي.

ده وویل، که دلته کارخانې او تولیدي فابریکې جوړې شي او خلکو ته په کې د کار کولو زمینې برابرې شي، نو خلک به يې پر ګټو پوی شي.

خوست والي د کډوالو او ښوونکو د ښارګوټو د غصب شویو سیمو د خلاصولو لپاره هم د ځايي ادارې هوډ کلک وباله او له خلکو يې وغوښتل چې پدې برخه کې حکومت سره لازمه مرسته وکړي:

"د مهاجرینو د ښارګوټي مساله ده چې کار پرې شروع کیږي او که په مخکې يې موانع موجودې وي نو د موانعو پر وړاندې به قانوني برخورد کیږي او په همدې توګه د ښوونکو د ښارګوټو د خلاصولو لپاره به مبارزه کوو، خو دا مبارزه یوازې حکومتي نده بلکې د ټولو شریکه مبارزه ده."

بل خوا په خوست کې د افغانستان د نورو سیمو په شان تر نیمايي د زیاتو حکومتي ځمکو غصب بیا هغه ستونزه ده چې پدې ولایت کې يې د پانګونې او پرمختیايي پروژو د پلي کیدو مخه نیولې ده.

په خوست کې د ځمکو د ادارې مشر سیدیونس طاهري وايي چې د دولتي ځمکو غصب حکومتي عوایدو ته میلیونه ډالره زیان اړولی او د یو شمیر ټولګټو پروژو د تطبیق کار له همدې کبله ځنډیدلی دی.

د خوست د ولایتي شورا د نظارت کمیسیون مشر امیرالله زړه سواند هم وايي چې د ډیری حکومتي ځمکو نه کادستر او بل لوري ته د هرې ورځې په تیریدو د ځمکو د ارزښت ډيریدل د دې لامل شوي چې یو شمېر مشران عام خلک د ځمکو غصب ته وهڅوي:

"په دې اړه تشویش موجود دی، دولت ته مناسبه ده چې پدې اړه خاص اجراات تر نظر لاندې ونیسي، ځکه ټول انکشافي کارونه په ځمکو کې کیږي، د خلکو لپاره د کار زمینې هم د ځمکو د ابادولو په صورت کې امکان پذیرې دي، نو انديښنه داده چې غصب د دې ټولو پرمختګونو او یا د ضرورتونو د رفع کولو مانع شوي دي."

د یادونې وړ ده خوست د افغانستان د سوداګریزو ولایتونو څخه دی چې لس ګونه زره اوسیدونکي يې دا مهال په عربي هېوادونو کې پر کاروبار بوخت دي او یو شمېر يې هم په هغه ځایونو کې نسبتاً لویې ودانیزې او سوداګریزې چارې پر مخ وړي.

خوستيو سوداګرو او پانګوالو د پاکستان په ځنو لویو صنعتي ښارونو کې هم پر یو شمېر وړو تولیدي فابریکو او کارخانو پانګونه کړې ده.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG