په ناروې کې د نوبل د سولې انسټیټیوټ وايي چې سږ کال د بل هر وخت په پرتله زیات کسان، د دې نړېوالې جایزې لپاره کاندید شوي دي.
د دې ادارې په وینا، سږکال د کاندیدانو لېست په بې ساري ډول لوی دی او د لږ تر لږه ۳۷۶ تنو نومونه په کې شامل شوي دي.
د نوبل د سولې جایزې ته په کاندیدانو کې د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلولو ټیم، د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره کاندید ډونالډ ټرمپ، اډوارډ سنوډن اوان د کاتولیکو مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس شامل دي.
تردې مخکې د کاندیدانو لوی لست په ۲۰۱۴میلادي کال کې ثبت شوی وو چې هغه مهال یوازې د ۲۷۸ کسانو نومونه په کې شامل شوي وو.
د نوبل د انسټیټیوټ مشر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي:
دا څرګندوي چې نن ورځ که له یوې خوا، موږ په داسې نړۍ کې چې بحرانونه روان دي ژوند کوو، له بله اړخه داسې بهیرونه هم شته چې په مثبت لوري د نړۍ د خوځولو هڅې کوي.
د نوبل د سولې انسټیټیوټ ویلي چې سږ کال لږ تر لږه ۲۲۸ وګړي او ۱۴۸ سازمانونه د نوبل لپاره کاندید شوي دي.
د هغو کسانو نومونه چې د نوبل سولې جایزې ته کاندیدیږي باید لږ تر لږه۵۰ کاله پټ پاتې شي خو هغه کسان چې دا وګړي یې کاندید کړي وي او یا یې د هغوي ملاتړ کړی وي، کولای شي چې دا څرګنده کړي چې څوک یې کاندید کړی دی.
پردې اساس، څرګنده شوې چې د امریکا د جمهوري ریاست لپاره کاندید ډونالډ ټرمپ، په کولمبیا کې د سولې لپاره مبارزینو، پاپ فرانسیس، د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل، د یونان د هغو ټاپو ګانو خلک چې له کډوالو سره یې مرسته کړې او د هالیووډ هنرمنده سوزان سرانډون په کې شامل دي.
په دې لېست کې د کانګو یوه نسايي ډاکتره دنیس موکویګي، د عراق د ایزیدیانو یوه ښځه چې د اسلامي دولت وسله والو تښتولې وه شامل دي.
د افغانستان د نجونو د بایسکل ځغلولو ټيم د ایټالیا د پارلمان د یو شمېر غړو له لوري کاندید شوی دی او ویلي یې دي چې دا لوبډله د چاپیریال، اقتصاد او ډیموکراسۍ لپاره د مبارزې څرګندونه کوي.
د نوبل کمېټه پينځه غړي لري چې وروستۍ ګټونکی به وټاکي او لومړۍ غونډه یې د روانې دوشنبې په ورځ وه چې هر غړي د خپلې علاقې کاندیدان هم معرفي کړل.
د وروستیو درېیو کاندیدانو نومونه به د اکټوبر په اوومه اعلان شي.
تېرکال د نوبل د سولې جایزه څلورو تونسي ګروپونه ته ورکړل شوه چې په دې هېواد کې یې د ډيموکراسۍ د انتقال لپارهفعالیت کړی وو.