د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۰

په لغمان کې د انګليسي او کمپیوټر د زده کړو وړيا مرکز پرانستل شو


د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته ویلي د ولايتي ادارې په هلو ځلو د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې لنکن ښوونیز مرکز پرانستل شو چې په دې مرکز کې به په سلګونو ځوانانو ته د انګليسي او کمپیوټر وړيا زده کړې ورکول کیږي.

نوموړی وايي، دغه مرکز د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له لوري تمویلیږي چې د چهارشنبې په ورځ يې رسمي پرانسته وشوه.

د لغمان د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د دې مرکز په پرانستلو سره به په لغمان کې د ځوانانو د عملي کچې د لوړولو ترڅنګ د نړۍ ۷۰۰ نورو داسې مرکزونو سره وتړل شي چې له دې لارې به ځوانان وکولای شي د نړۍ د پرمختللو هېوادونو له عصري علومومطالعې سره بلدتیا پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG