د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۲

پاچا:په کونړ کې د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې ۲وسله وال وژل شوي


په کونړ کې امنیتي چارواکي وایي چې د یاد ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ دره کې دوسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي دي

د کونړ د امنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال سید مقصود پاچا ازادي راډیو ته وویل، د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړۍ دره کې تېر ماښام ددولت د دوو وسله والو مخالفو ډلو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې چې په کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ښاغلي پاچا زیاته کړه:

"دوه نفره چې یو د ضابط جلیل او بل عبدالرحیم په نومونو په دې د امارت اسلامي پورې تړاو لري او بل لور ته يې د جنود خراسان په نوم ډله ده چې مشر يې ملا مغیره کوي ،د دوی ترمنځ تېر ماښام پنځه نیمې بجې نښته شوې چې په کې دوه تنه دامارت کسان وژل شوي دي او ویل کېږي چې جنود خراسان ته کوم زیان نه دی اوښتی."

هغه وايي، کله ـ ناکله په یاده سرحدي سیمه کې د وسله والو مخالفینو ترمنځ خپل منځي نښتې رامنځ ته کېږي چې په کې ورته مرګ ژوبله اوړي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه استول شوي ټلیفوني غږیز پیغام کې ویلي چې په شونکړۍ کې دوه تنه وژل شوي کسان عام وګړي دي او دوی پورې هېڅ تړاو نه لري او نه هم دوی په سیمه کې د جنود خراسان په نوم کومه ډله پېژني.

مجاهد وايي، دوی هڅې پیل کړي چې د وژل شویو کسانو قاتلین پیدا کړي.

خو له یادو سیمو څو ځله ازادي راډیو ته د مولوي مغیره په نوم یو تن ټلیفوني اړیکې نیولي او ځان يې د جنود خراسان مسول معرفي کړی دی.

هڅه مو وکړه چې مغیره سره د یادې پېښې په اړه خبرې وکړو خو داړیکو په نیولو ورسره بریالي نه شوو.

شونکړۍ د ډېورنډ پر کرښه پرته دره ده چې له پولې اخوا يې د مومند ایجنسي موقعیت لري.

XS
SM
MD
LG