د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د هلمند چارواکي د تارياکو د کښت او قاچاق له درکه زياتې پيسې ترلاسه کوي.
ورځپاڼې د ګرمسېر ولسوالۍ يادونه کړې او وايي د ولسوالۍ چارواکي د دغو موادو په تجارت کې دخيل دي.
په راپور کې ويل شوي چې چارواکي له کروندګرو د ترياکو د کښت پر سر ماليه هم اخلي.
نيويارک ټايمز ليکي چې يوازې په ٢٠١٥م کال کې په ګرمسېر ولسوالۍ کې ٣ ملیون ډالره د چارواکو جېب ته ورغلي دي.
په دې اړه صالح محمد صالح د هلمند د ولايتي شورا له مرستيال مجيد اخوندزاده سره مرکه کړې، په پيل کې يې پوښتنه کړې چې د چارواکو له خوا له خلکو د کوکنارو د کښت پر سر د پيسو اخيستلو موضوع څومره پر حقايقو ولاړه ده؟