افغان حکومت وايي، ملګري ملتونه باید افغان ځواکونه له هغه بدنامه لېست نه وباسي چې ویل کېږي په لیکو کې یې ماشومان جذب کړي دي.
د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي دغه غوښتنه د سې شنبې په ورځ په کابل د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي څخه د ګډ مطبوعاتي کنفراس پرمهال وکړه.
د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو ځانګړي استازی د ماشومانو د حقونو د خودیتوب په برخه کې د افغان حکومت اقدامات ستايي خو وايي، لا هم ډيرو نورو هڅو ته اړتیا شته.
افغانستان او په خاصه توګه افغان ځواکونه په ۱۳۸۹کال کې د ملګروملتونو په هغه بدنامه لېست کې شامل شول چې ویل کېږي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې له قانوني سنه ښکته ماشومان جذب کړي دي.
اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرملګرو ملتونو غږ کوي چې په دې برخه کې یې جدي اقدامات کړي او باید نوم یې له دغه لېسته وایستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د سې شبنې په ورځ په کابل کې د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي سره په ګډ مطبوعاتي کنفراس کې ټينګار وکړچې افغان حکومت په جدي توګه د ماشومانو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.
ښاغلي کرزي زیاته کړه:
"که د ماشومانو ژوند او خوندیتوب ته جدي پام ونه شي پایه داره سولې ته رسیدل امکان نه لري موږ باید مطمینه شو چې ماشومان زده کړو ته لاس رسی لري، ژوند یې ډاډمن دی او کولای شي په امنه فضا کې خپلې چارې پرمخ یوسي."
که څه هم پرافغان حکومت د پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د استخدام په تړاو د ملګرو ملتونو نیوکې تازه نه دي او تېر کال یې هم پر افغان حکومت له دې امله کلکې نیوکې کړې وې؛ خو حکومت بیا دا ډول ادعاوې ناسمې بللې وې.
د منازعاتو او ماشومانو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې میرمن لیلا زروګۍ وايي، افغان حکومت د ماشومانو د حقونونو د خوندیتوب په برخه کې اقدامات کړي خو لا هم ډیرو نورو هڅو ته اړتیا ده.
اغلې زروګۍ دا ونه ویل چې ملګري ملتونه به کله او څنګه له هغه بدنامه لیسته د افغان امنیتي ځواکونو نوم وباسي چې په لیکو کې یې کمره عمره ماشومان موجود دي خو په دې برخه کې یې د شته ستونزو پر اوارۍ ټینګار وکړ.
اغلې زروګۍ زیاته کړه:
"د یادو لاسته راوړنو په نظر کې نیولو سره افغان دولت د ملګروملتونو د سازمانه د دغه هېواد د ځواکونو نوم د ملګرو ملتونو د سرمنشي له بدنامه لسته د ویستلو په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکی دی."
د یادونې ده چې طالبان هم دا نه مني چې په خپلو لیکو کې یې کم عمره ماشومان جذب کړي او یا یې په جګړه کې کارولي دي.
افغان حکومت په داسې حال له ملګروملتونو دا غوښته کوي چې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د افغانستان د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي وو چې په جګړه کې د ماشومانو له کارونې ډډه وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په پوځي لیکو کې یې د کم عمره ماشومانو او په جګړه کې له دوی نه کار اخیستل د ټولو بشري قوانینو او نړېوالو کنوانسیونونو خلاف عمل ګڼي.
راپور : محمد حدیث پردېس