ډیرو ورځپاڼو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي پر مسالې تمرکز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د مخکیني ۲۰۱۴ کال په نسبت د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې څلور زیات شوی دی.
په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې تېر کال له ۳۵۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او له ۷۴۰۰ زیات ملکیان هم ټپیان شوي دي.
ګارډین ورځپاڼه لیکي، د ملګرو ملتونو په راپور کې د ۲۶ فیصده ملکي تلفاتو مسول د دولت وسله وال مخالفین او د ۱۷ فیصده هم د دولت ملاتړي وسله وال ځواکونه بلل شوي دي.
د پاتې په سلو کې ۲۱ ملکي تلفاتو د څلور فیصده لامل د هغو چاودیدونکو وسیلو چاودنې بلل شوې چې له جګړو پاتې دي او د اولسو نورو عاملین معلوم نه دي.
ګارډین د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو د عالي کمیشنر زید رعد الحسین څرګندونې هم را اخیستي چې ویلي یې دي، د افغانستان خلک د وحشیانه او بې هدفه حملو له دوام چې د نړېوال قانون پر اساس منع دي، کړیږي. دغه حملې تقریباً د بشپړ معافیت په فضا کې دوام لري.
ټیلیګراف ورځپاڼه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتوالي ته په اشاره لیکي، د ملکي تلفاتو نیمایي یعنې په سلو کې پنځوس ښځې او ماشومان دي.
ټیلیګراف په کابل کې د یوناما د یوه چارواکي دانیل بیل له قوله ویلي چې وایي، تېر کال زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دا یو بې ساری رقم دی.
ټیلیګراف لیکي، د بشري حقونو د څار سازمان څیړونکې پاتریشیا ګاسمن په دې باور ده چې د ملکیانو وژنه باید جنګي جنایت وبلل شي.
د ورځپاڼې په وینا میرمن ګاسمن د ملکي تلفاتو په اړه د ملګروملتونو ارقام ټکان ورکوونکی بولي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم دا مساله په یوه راپور کې څیړلې او تېر کال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر زیات و تر سرلیک لاندې د کندوز د سقوط پېښې ته اشاره کړې او لیکي:
د طالبانو انتحاري حملو او په کندوز کې شدیدې جګړې د دې سبب شوي چې د ملکي تلفاتو له پلوه ۲۰۱۵ کال له ۲۰۰۹ کال، له هغه مهال راهیسې چې د ملګرو ملتونو له خوا د ملکي وګړو د تلفاتو د شمېر د ثبت بهیر پیل شوی، تر ټولو ناوړه کال وي.