د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

د کندزـ بغلان لویې لارې امنیت په هدف نوې امنیتي پوستې جوړې شوي


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د کندز– بغلان د لويې لارې امنیت په خاطر یې یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړي کړي.

په دې وروستیو کې د کندز ـ بغلان د لویې لارې پر سر د وسله وال طالبانو فعالیتونه زیات شوي او کله نا کله یې پر امنیتي ځواکونو حملې هم کړي.

خو اوس مهال د کندز امنیتي چارواکي وايي چې د کندز د علي اباد ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې چې د کندز– بغلان سړک پرې غځېدلی دی نوې امنیتي پوستې جوړې کړي دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې دوی د دغې لارې د خوندېتوب په خاطر یو شمېر نوې پوستې جوړي کړي دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"دغه سیمه د قزاقو په نوم یادېږي دلته موږ یوه لویه قرارګاه جوړه کړه او پر نورو پوستو باندې هم کار جریان لري، وروسته له دې دښمن نشي کولای په دې لاره کې ستونزې جوړي کړي او خلک کولای شي په ډاډه زړه په دې لاره باندې سفر وکړي."

هاشمي زیاتوي چې دغه پوستې د علي اباد ولسوالۍ د انګورباغ او کوچه قزاق په سیمو کې جوړې شوي، ځکه ډېرې وخت وسله وال طالبان په همدې سیمو کې سړک ته راوتل.

بلې خواته یو شمېر موټر چلوونکي وايي چې په دې وروستیو کې د کندز– بغلان د لويې لارې امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی وو، خو د امنیتي پوستو په جوړولو سره د وسله والو طالبانو د ګواښونو مخه نیول شوې ده.

د کندز – بغلان د لین دوو تنو موټر چلونکو ازادي راډیو ته وویل:

"۱ـ اوس مهال د دې لارې امنیت ښه شوي دي، که دولتي کارمندان وي، که د موسسو کارمندان وي او یا تجاران وي ټول خلک کولای شي په دې لاره باندې په ارام فکر سره تګ ـ را تګ وکړي امنیتي ستونزې هوارې شوي دي."

"۲- مخکې د دې لارې امنیت ډېر خراب وو، ځکه طالبان سړک ته راوتل او موټرونه یې تلاشي کول او خلک یې له موټرو څخه کښته کول، خو اوس د پوستو جوړولو سره د دې لارې امنیت خوندي شوی دی او خلک کولی شي پرې تګ را تګ وکړي."

د یادولو وړ ده چې یوه اوونۍ وړاندې د کندز– بغلان پر لویه لاره بانده د علي اباد ولسوالۍ په سیمه کې د وسله والو مخالفینو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې په پایله کې یې۱۷ تنه وسله وال طالبان همدارنګه ۵ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي وو او دغه لاره هم د څو ساعتو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG