د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۲

ارګ د کورنیو چارو وزیر د استعفا اوازې رد کړې


د افغانستان جمهوري ریاست هغه اوازې رد کړې چې کوندي د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ولسمشر ته خپل استعفا وړاندې کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر د استعفا په اړه د اوازو تر خپرېدلو ورسته د افغانستان جمهوري ریاست دغه خبرونه بې بنسټه ګڼي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې دا موضوع رد کړه چې ګوندي نورالحق علومي ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې کړې ده:

"نه، کومه استعفا نه ده ورکړل شوې، د ولسمشر دفتر ته کومه استعفا نه ده رارسېدلې او دا مساله حقیقت نه لري."

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا د کورنیو چارو د وزیر د استعفا خبر په داسې حال کې ردېږي چې مخکې تر دې په یو شمېر راپورنو کې راغلي وو چې ګوندي ښاغلي علومي خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې ده.

راپورونه ښاغلي علومي ته د نېږدې سرچینو له قوله وايي چې د کورنیو چارو وزیر خپله استعفا وړاندې کړې؛ خو ولسمشر نه ده منلې.

په راپورنو کې د سرچینې له قوله لیکلي شوي چې کله اجراییه رییس عبدالله عبدالله کورنیو چارو وزارت ته د ښاغلي علومي له خوا د انتصاب شوي مرستیال له مقررۍ سره مخالفت ښکاره کړ نوموړي استعفا وکړه.

په ځینو راپورونو کې په کورنیو چارو وزارت کې د بدلونونو په اړه هم ویل شوي دي.

په راپورنو کې راغلي چې په لویدیځ کې د پوځ قومندان جنرال تاج محمد مجاهد به د کورنیو وزارت لپاره نوماند شي او جنرال هلال الدین هلال به یې مرستیال وټاکل شي.

وموغوښتل په دې اړه د اجراییه ریاست او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو؛ خو چا مو اړیکه ځواب نه کړه.

خو تر دې دمخه د کورنیو چارو وزارت ویاند رسنیو سره په خبرو کې د ښاغلي علومي د استعفا خبر رد کړی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون یو شمېر غړي د افغانستان د امنیتي مسوولینو استعفا یوه اړتیا ګڼي وايي چې یادو چارواکو د وضیعت د ښه والي لپاره هېڅ ډول پروګرام نه دی وړاندې کړی.

د دغه کمیسیون یو غړي صالح محمد صالح ازادۍ راډیو سره به خبرو کې وویل:

"د استعفا مستحق ځکه دی چې په افغانستان کې ورځ په ورځ جنګ او نا امني زیاتېږي او دی ونه کړل شول چې دغه نا امنۍ محار کړي او یا هم د اصلاح او سولې لپاره یوه برنامه تر لاس لاندې ونیسي؛ زه فکر کوم که استعفا یې نه وي کړي نو یوه ورځ به ورته اړ شی ځکه دوی خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي."

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روان لمریز کال په لړم میاشت کې د کورنیو چارو وزیر روانو نا امنیو ته په پام سره د ولسي جرګې له خوا استیضاح شو؛ خو خبرو یې د وکیلانو قناعت خپل کړ.

بل خوا بیا یو شمېر وکیلان په دې باور دي چې د امنیتي چارواکو په لرې کېدلو سره د هېواد امنیتي ستونزې نه اورېږي نو د دې پر ځای باید په امنیتي ارګانونو کې د ظرفیتونو په پیاوړي کولو او د دوی د وړتیا په لوړولو ټینګار وشي.

XS
SM
MD
LG