د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۴۲

"په افغانستان کې دې پر پاکستاني رسنیو هم بندیز ولګول شي"


د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنه او یو شمېر مدني او فرهنګي فعالان وايي چې په پاکستان کې دې د افغان رسنیو د نشراتو د بندیز په غبرګون په افغانستان کې د پاکستاني رسنیو پر خپرونو هم بندیز ولګول شي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنه او یو شمېر مدني او فرهنګي فعالان د افغانستان په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له دې امله انتقاد کوي چې د پاکستان له خوا پر یو شمېر افغاني رسنیو د نشراتو د بندیز سره – سره یې په ورته عمل لاس نه دی پورې کړی.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنه وايي؛ کله چې پاکستان د افغان رسنیو پر وړاندې محدودیتونه وضع کوي افغان لوری هم باید په ورته عمل لاس پورې کړي.

د دغې ټولنې مشر رحیم الله سمندر د دوشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په کار ده چې دغه موضوع پاکستاني لوري سره په جدیت مطرح کړي:

"پاکستان کې دننه افغان رسنۍ اجازه نه لري چې په کیبل باندې ازاد نشرات وکړي؛ یا هم په سټلایټ باندې، هلته دوی ځني محدودیتونه لګولي؛ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په کار ده چې دغه موضوع پاکستاني لوري سره په جدیت مطرح کړي؛ که چېرې هلته د افغان رسنیو د نشراتو ازادي محدویږي نو بیا افغان حکومت د ورته اقدام صلاحیت لري."

راپورونه وايي چې په پاکستان کې د یو شمېر افغان رسنیو پر خپرونو رسنیز بندیزونه لګول شوي دي؛ دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني تصویري رسنۍ د افغانستان د کیبلي شبکو له لارې خپرونې لري.

دغه شان ویل کېږي چې په افغانستان کې د پاکستاني چاپي رسنیو د خرڅلاو د بندیزونو سره ـ سره لا هم دغه ورځپاڼې په خال - خال ډول له لوستونکو سره لیدل کېږي چې د چارو د شنونکو په باور د راوړلو او خپرولو څرنګوالی یې تعقیب ته اړتیا لري.

ویل کېږي چې په دغو خپرونو کې تر ډېره د افغانانو تر منځ د تفرقه اچونې او د مخالفو وسله والو ډلو په ملاتړ مطالب خپریږي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان فرهنګي او مدني فعالان هم د پاکستاني رسنیو پر وړاندې د افغان حکومت د ورته عمل غوښتونکي دي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي؛ دوی له پاکستان سره د رسنیز چال چلند په یوه طرحه کار کوي چې تر اوسه نه ده ورستۍ شوې.

د دغه وزارت ویاند هارون حکیمي په دې اړه ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

"افغانستان دا موضوع هم په پام کې لري چې له پاکستان سره د چلند یوه لاره غوره کړي؛ تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاکستان سره د تفاهم خبره کړې وه چې په افغانستان کې د پاکستاني رسنیو د فعالیت په شان افغان رسنیو ته هلته د فعالیت اجازه ورکړل شي؛ خو دا خبره هغوی نه وه منلې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې ورستیو کې له پاکستان سره په یوې رسنیزې کړنلارې غور کوي."

د یادونې ده که څه هم پاکستاني رسنۍ تر ډېره په اردو ژبه خپرونې لري؛ خو دا چې ډېری افغانان د کډوالۍ پر مهال هلته اوسیدلي او په پاکستاني ښوونځیو کې یې سبق ویلی دی؛ نو ځکه یې په تفهیم کې کومه ستونزه نه لري او ډېر کتونکي او لوستونکي لري.

XS
SM
MD
LG