د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۲:۰۹

ښکیل هېوادونه باید د افغانستان د سولې د ټينګښت ضمانت وکړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره د اسلام آباد د پرونۍ څلور اړخیزې غونډې نتیجو او د سولې په اړه را پيدا شوو هیلو ته ځانګړي کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې په پروسه کې ښکیل هېوادونه باید د افغانستان د سولې د ټينګښت ضمانت وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې افغانان د سولې په اړه پرله پسې غونډو ته خوشحاله دي او د نظر یوشمیر خاوندان هم په دې باور دي چې دغه غونډې به بلاخره د سولې د ټینګښت لامل شي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، په دې غونډو کې تراوسه طالبانو برخه نه دي اخسیتې او دا به هم امکان ونه لري چې طالبان په آسانه هغه شرایط ومني چې د سولې د پروسې ښکیل هېوادونه موافقه پرې کوي.

د ورځپاڼې په باور، تر ټولو هیله بښونکې خبره داده چې په دې غونډو کې پاکستان برخه لري او پاکستان هغه هیواد دی چې طالبان رهبري کوي او تجهیزوي یې.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان حکومت په تیرو څو کلونو کې د سولې پرمختګونه تجربه کړې؛ خو سمدستي هغو پرمختګونو ته خنډونه پيدا شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې له څلور اړخیزو غونډو سربیره په قطر کې هم د سولې په اړه یوه غونډه جوړه شوه چې د سولې ټینګښت ته یې هیلې زیاتې کړي، خو د لیکوال په باور، لا هم ځینۍ جګړه خوښونکې کړۍ د سولې د خبرو مخالفت کوي.

د ورځپاڼې په باور، د سولې له خبرو سره سم باید اوربند هم وشي څو د افغانستان پرمختګ ته زمینه برابره شي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې په پرونۍ غونډه کې ښکیلو هېوادونو د سولې د لارې پر نقشې موافقه وکړه او ورته څلورمه غونډه به د کب په څلورمه نیټه په کابل کې جوړیږي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، پوښتنه داده چې روانې څلور اړخیزې غونډې به د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي، لیکوال په خپله دې پوښتنې ته د بهرنیو چارو وزارت ځواب لیکلی چې ویلې یې دي، د فبرورۍ تر پایه ممکن له طالبانو سره د مخامخ خبرو نیټه اعلان شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د سولې خبرو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې افغان حکومت د سولې په اړه د روانو غونډو د پریکړو عملي کولو ته هیله من دی.

په سرمقاله کې راغلي چې له شکونو او ستونزو سره ـ سره تیره ورځ د سولې په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه ترسره شوه او دغه غونډې به په افغانستان کې دوامداره سولې ته زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG