د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۵۳

عبدالستار مراد: د لغمان امنيتي وضعیت پانګونې ته برابر دی


د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د پنجشنبې په ورځ لغمان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت اقتصادي او انکشافي حالت وڅيړه او د اقتصاد د پياوړتیا په هدف د ولایتي ادارې او ولسوونو وړاندیزونه يې واوریده.

د اقتصاد وزیرعبدالستار مراد په لغمان کې ازادي راډيو ته وویل د دې ولایت سیمه او امنیتي وضعیت پانګونې ته مناسب دی او زیاته کړه چې راتلوونکی کال به په هېواد کې د اوبو ۲۱ بندونه جوړ شي چې لغمان بندونه هم په دې کې شامل دي.

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"لغمان کې چې زه ګورم کوم خاص خنډ موجود نه دی امنيت يې ښه دی بودجه لرو او انشاالله په راتلوونکي کې به ډير مثبت بدلونونه دلته وګورئ او راتلوونکی کال په هېواد کې ۲۱ د اوبو بندونه جوړیږي چې چې د لغمان بندونه هم په دې کې شامل دي."

د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د لغمان د ولایتي ادارې په غوښتنه د کابینې غړي دې ته ولایت ته بلل شوي او هر وزیر په خپله کاري ساحه کې دې ولایت په مختلفو برخو کې د پروژو د منظورولو ژمنې کړي.

XS
SM
MD
LG