د افغانستان د پوځ يوه پلاوي د خېبر پښتونخوا د صوبې په مرکز پېښور کې په دې ايالت کې د پوځ له عمومي قومندان يا کور کمانډر سره کتلي او په دوه اړخيزو پوځي اړيکو او همکاريو يې خبرې کړي دي.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر يا ISPR د شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي:
"د جنرال محمد شريف يفتلي په مشرۍ د افغان پوځ يوه اته کسيز پلاوي په پېښور کې د پاکستاني پوځ له قومندان جنرال هدايت الرحمان رباني سره کتلي او په دوه اړخيزو اړيکو او همدا راز پر پاک_افغان پولې پر امنيتي تدابيرو غږېدلي دي."
خبر پاڼه کاږي چې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي د خپلمنځي همکارۍ او همدا راز د پولي پر دواړو خواوو کې د امنيتي اقداماتو په لا ښه کولو سلا شوي دي.
د افغان پوځ د دغه اته کسيز پلاوي سفر د هغه لړۍ يوه کړۍ ده چې پرېکړه يې د تېر کال د دسمبر په ٢٧ نېټه کابل ته د پاکستان د پوځ د سرلښکر جنرال راحيل شريف د سفر پر مهال شوې وه.
د دغه سفر مهال د پاکستان او افغانستان پوځي مقامات د دواړو هېوادونو د پوځي عملياتو د مشرانو ترمنځ پر پوځي چارو، د کور کمانډرانو د ملاقاتونو د نېټې او د پولي دواړو خواوو ته د همکارۍ په زیاتولو او نورو اقداماتو د خبرو لپاره د هاټ لاېن په جوړولو سلا شوي وو.
د افغان پوځ دغه پلاوي په داسې وخت کې پېښور ته سفر کړى چې وسله والو د جنورۍ په ٢٠مه د خېبر پښتونخوا ايالت په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون خونړى بريد وکړ چې د زده کوونکو او يوه پروفېسر په ګډون يې په کې ٢١ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړل.
تردغه بريد وروسته د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه يوې خبري غونډې ته وويل چې پر ياد پوهنتون وسله وال بريد له افغانستانه کنټرولېده او ادعا يې وکړه چې بريدګرو ته له افغان سيم کارټونو ټليفونونه کېدل.
نوموړي همدا شان وويل چې د پوځ مشر پر باچا خان پوهنتون د بريد په اړه تفصيلات له افغان چارواکو سره شريک کړي او د بريد د مسوولينو د نيولو په لړ کې يې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په عين حال کې د پاکستان صدراعظم نواز شريف هم پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد کې د ترهګرو له خوا د افغانستان د خاورې په کارولو اندېښنه ښودلې وه او له افغان حکومت نه يې غوښتنه کړې وه چې د هغو عناصرو مخه دې ونيسي چې له هغه ځايه بريدونه کوي.
د يادونې وړ ده چې پر باچا خان پوهنتون د بريد مسووليت د عمر منصور په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان د دره ادم خېل ډلې منلى و.
راپور: ذبيح مومند