د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنو او په بهرنیو هېوادونو کې د میشتو افغان کډوالو ستونزو ته ځانګړي کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د نړېوالو ځواکونو د پیشنهادي قومندان جنرال جان نیکولسن خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي؛ د افغانستان وضعیت د خرابېدو په حال کې دی.
په مطلب کې راغلي چې جنرال نیکولسن د طالبانو د فعالیتونو زیاتیدل او د داعش د ډلې حضور د افغانستان د وضعیت د خرابیدو لاملونه بللي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا روانو ناامنیو ته په کتو په خپله سرمقاله کې سپارښتنه کړې چې افغان پوځ د امریکا دوامداره مرستې ته اړتیا لري.
په سرمقاله کې راغلي چې امریکا له افغان پوځ سره د هوایي ځواک او تجهیزاتو مرستې کړي؛ خو په خبره یې افغان پوځ په دې برخه کې نورو مرستو ته هم اړتیا لري.
په سرمقاله کې راغلي، افغان ولس هم په دې پوه دی چې د امریکا د ملګرتیا بدیل نه شي پیدا کولای او افغان حکومت هم په همدې هدف له واشنګټن سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
افغانستان:
افغانستان ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د نوي کال تر ټولو مهمه موضوع امنیت دی.
په سرمقاله کې راغلي چې د نړیوالو ځواکونو د جنګي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته لومړنی کال افغان امنیتي ځواکونو ته له امنیتي پلوه سخت کال وو او د لیکوال په باور، اوس هم افغانان ډاډه نه دي چې په نوي کال کې به امنیتي ګواښونه دفع شي او که نه؟
کابل پوسټ:
کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې ایران زرګونه افغانان د سوریې جګړې ته لیږلي دي.
په مطلب کې د بشري حقونو د نړیوال سازمان په حواله راغلي چې ایران هغو افغان کډوالو ته امتیازات، پوځي روزنه او ژمنې ورکوي چې له خپلې خاورې یې د سوریې جګړې ته لیږي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې څنګه د کډوالو څپې کنټرول شي.
په مطلب کې راغلي چې له ستونزو او محدودیتونو سره – سره لا هم اروپایي هېوادونو ته د افغانانو غیر قانوني سفرونه نه دي درول شوي او دا په داسې حال کې ده چې اروپایي هېوادونو د کډوالو د ایستلو په اړه تل ګواښونه کړي دي.
د مطلب لیکوال ویلي، د کډوالو مخنیوی هغه وخت مدیریت کیدای شي چې حکومت د هېواد دننه ځوانانو ته د کارموندنې فضا برابره او امنیت ټینګ کړي.