د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

افغان دیني عالمان د بین الافغاني مذاکراتو جوړول ګټور ګني


د افغانستان د علماوو د تنسیق ټولنه سولې ته د رسېدلو او له اوسنيو ستونزو څخه د هېواد د خلاصون یوه لاره د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو جوړول ګني.

د دغې ټولنې رییس د پنجشنبې په ورځ د ټولنې په لومړۍ علمي او څېړنیزه ناسته کې چې په کابل کې جوړه شوې وه وویل، دوی د خپلې ټولنې له لارې هڅه کوی چې د اسلامي تبلیغاتو له لارې ښکېلې غاړې سره نږدې کړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د علماوو د تنسیق ټولنه د سولې څلوړ اخیزو غوندو او په دې برخه کې نورو هڅو ته هیلمه من ده خو ترڅنګ یې په هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره بین الافغاني ناستې هم ګټورې بولي.

د افغانستان د علماوو د تنسیق د ټولنې مشر عنایت الله بلیغ د پنجشنبې په ورځ د یادې تولنې له خوا په لومړۍ علمي او څېړنیزه ناسته کې چې په کابل کې جوړه شوې وه له حکومت او وسله والو مخالفانو وغوښتل چې اختلافونو یوې غاړې ته کړي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې هېواد ته سوله راوړي.

ښاغلي بلیغ زیاته کړه:

"هغه روغه جوړه او هڅې چې اوس مهال پرې کار روان دی دعا کوو چې د افغانستان په خیر تمام شي، ملت نږدې او جګړې ختمې شي، خو ټولو خواوو ته وایو موږ داسې سوله غواړو چې بین الافغاني وي."

دا په داسې حال کې ده چې له څو اونیو راهیسې د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین تر منځ څلور اړخېزې غونډې روانې دي او اوس مهال دریم پړاو ته رسیېدلې دي.

بل خوا د پګواش په نوم یوې نړېوالې موسسې هم د روانې اوونۍ په پیل کې د طالبانو د استازو او یو شمېر افغان سیاسیونو، د مدني ټولنو استازو او د پخوانیو کابینو د یو شمېر غړو په ګډون د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه یوه دوه ورځنۍ مشورتې غونډه جوړه کړې وه.

د افغانستان د علماوو د تنسیق ټولنه له دیني علماوو، د پوهنتونونو او مدارسو له استادانو او مخورو څخه جوړه ده.

د یادې ټولنې غړو د"الدین النصیحته" په علمي او څېړنیز سیمینار کې تر ډېره د افغانستان له ستونزو سربېره د نورو اسلامي هېوادونو په سیاسي او امنیتي ستونزو هم خبرې وکړې.

د کابل د وزیرمحمد اکبر خان مینې د جامع جومات خطیب او د کابل پوهنتون د شرعیاتو استاد محمد ایاز نیازي ټینګار وکړ چې په افغانستان او اسلامي هېوادونو کې د جګړې د ختمولو باید د اسلامي نړۍ او د ملګروملتونو د امنیت شورا له مشهور څېرو څخه یو کمیسیون جوړ شي.

ښاغلي نیازي زیاته کړه:

"د اسلامي نړۍ له مخورو څخه د یو کمېسیون جوړول چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړو سره هېوادونو خبرې وکړي، کوم چې دوی وغواړي بشریت په هره لاره سوقولای شي، په دې برخه کې باید تجدید نظر وشي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال عبدالحکیم منیب چې په دغه غونډه کې حاضرو و، د هېواد د اوسنیو ستونزو د اواري په برخه کې یې د علماوو رول ډېر اغیزمن وګنلو.

ښاغلي منیب زیاته کړه:

"که دیني عالمان د یو احساس له مخې د افغانستان د ابادۍ لپاره ملا وتړي، هیله من یم چې موږ به ډېر ژر د افغانانو د یووالي، د دوی تر منځ د ستونزو د اواري او په هېواد کې د جګړې د ختمولو شاهدان اووسو، هغه سوله چې په کې قضیې د دین له روحیې مطابق تر بحث لاندې ونیول شي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت مسوولان ټینګار کوي چې علما د ملي وحدت د یو سمبول په توګه کولای شي چې په هېواد کې ستونزې اوارې کړي او د هغو تبلیغاتو مخه ونیسي چې د دوی په وینا د دښمنانو له خوا د تفرقې اچولو په هدف کېږي.

د افغانستان د علماوو د تنسیق ټولنه په داسې حال په افغانستان کې د ښکېلو غاړو تر منځ په بین الافغاني غونډو ټینګار کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې غونډې تر لومړی پړاو ورسته وویل چې افغانان به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د سولې په برخه کې د یو لړ بدلونونو شاهدان اووسي.

XS
SM
MD
LG