چین چې د افغانستان د سولي د هڅو د څلور اړخیزې کميټې یو غړی دی وایي؛ د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره به ترخپله وسه هڅه وکړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د رسمي خبرو د پیلېدو د هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې څلور اړخیزه کمېټه چې چین یې یوغړی دی؛ اغیزمن رول لوبولی شي.
وانګ اي، دا څرګندونې په پیکنګ کې له خپل افغان سیال د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره له خبرو وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.
"د څلورو اړخونو لپاره چې افغانستان، پاکستان، چین او د امریکا متحده ایالات په کې شامل دي؛ د خبرو اترو د یوه میکانیزم له ایجادولو هدف دا دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره ضروري خارجي شرایط برابرشي.
موږ هیله من یو چې څلورې خواوې خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې د روغې جوړې لپاره د لاري نقشه برابره شي؛ داسې نقشه چې هرڅومره ژر د ټولو خواو لپاره د منلو وي."
چین له دې مخکې هم د افغانستان د حکومت او و سله والو طالبانو ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو لپاره زمینه برابره کړې او په وروستیو کې د څلوراړخیزې کمیټې په چوکاټ کې دغه هڅې مخ ته وړي.
د سولې د څلوراړخیزې کمیټې درېیمه غونډه به د سلواغې په اولسمه په اسلام اباد کې جوړه شي.
دوه مخکینۍ غونډې یې په کابل او اسلام اباد کې شوې وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرصلاح الدین رباني یوځل بیا پروسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له خبرو سره یوځای شي:
"موږ د طالبانو پر ټولو ډلو غږ کړی دی چې د خبرو مېز ته راشي او دا ځکه چې د افغانانو ستونزه یوازې د سولې او پخلاینې له لارې هوارېدای شي. دا قضیه پوځي حل لاره نه لري. موږ همداراز له ګاونډي پاکستان څخه ډاډ ترلاسه کړی دی چې دوی به د سولې او پخلاینې د دې بهیر ملاتړ کوي."
د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان د بشپړغړیتوب د غوښتنې ملاتړ وکړ.
هغه وویل، افغانستان غواړي چې په نژدې راتلونکې کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان او هم د آسیا د بنسټیزو تاسیاتو د پانګونې د بانک بشپړغړیتوب ترلاسه کړي چې چین هم د افغانستان دغه غوښتنه مهمه بولي او د هغې ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
"چین د افغانستان د بیارغونې ملاتړکوي او هم دې ته لومړیتوب ورکوي چې ورسره د هستوګنې د کورونو جوړولو؛ د کادرونو په رزونه او د ژوند د معیشیت د ښه کیدو په برخو کې مرسته وکړي.
موږ لېواله یو چې له افغانستان سره د بنسټزیزو تاسیساتو د پلان او راتلونکې پراختیایي پروګرام په برخو کې هم مرسته وکړو."
چین د شانګهای د همکارۍ د سازمان چې افغانستان له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې په کې د څارونکې په توګه غړیتوب لري؛ یو مهم غړی دی.
پرچین سربیره روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان هم د دغې سیمه ییزو همکاریو د ټولنې چې په ۲۰۰۱ کې تاسیس شوې؛ غړي دي.
په ۲۰۱۵ کال د دې سازمان په سرمشریزه کې چې د روسیې په اوفا ښارکې جوړه شوې وه؛ د پاکستان او هند د بشپړغړیتوب د پروسې د پیل اعلان شو.
د دغه سازمان غړیو دغه راز بیله روس، آذربایجان، ارمنستان، کمبودیا او نیپالته هم د څارونکي د موقف ورکولو پرېکړه وکړه.
ایران د افغانستان بل ګاونډ هم د دې سازمان څارونکی غړی دی چې د چین ولسمشر تهران ته په وروستي سفرکې په دې سازمان کې د دې هېواد د بشپړغړیتوب ملاتړوکړ.
د شانګهای سازمان د اقتصادي او فرهنګي همکاریو په مقصد تاسیس شوي.