د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۱

د کونړ د سرکاڼو په ناواپاس سیمه کې افغان سرتېري محاصره دي


د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند پر کرښه موقعیت لري چې د ناواپاس په سیمه کې يې افغان پوله ساتي ځواکونه پراته دي، وړاندې له دې د ناواپاس پر سړک د کونړ او کوزې پښتونخوا تر منځ موټرو تګ ــ راتګ کاوه خو پنځه کاله کېږي چې پر یاده لاره امنیتي ستونزې پیدا شوي چې د خلکو ترڅنګ هلته پراته سرتېري هم له ستونزو سره مخ دي.

له ناواپاس څخه یوه پوله ساتي افغان سرتېري چې له نوم ښودلو يې ډډه کول په ټلیفون ازادي راډیو ته وویل، څه موده کېږي چې پوستو ته يې غځېدلې لاره وسله والو مخالفینو بنده کړې چې له امله يې دوی ته په وخت خوراکي او نور توکي نه رسېږي:

"له ناواپاس باډر نه درسره خبرې کووم، دلته موږ نه مهمات لرو، نه اعاشه لرو، هېڅ شی نه لرو، زموږ نه لاندې زموږ د سرحدي پولیسو پوسته پرته ده موږ د هغوی او هغوی زموږ غږ اورېداشي خو د یو بل مرستې ته نه شو تللی، حال دېر سخت دی،د دواړو پوستو په منځ کې پنځه کوره دښمن پروت دی په دغو کورونو عملیات نه کېږي ټولې لارې همدوی بندې کړي دي."

هغه وايي، کله يې چې کوم ملګری، ټپي ناروغ او یا ووژل شي نو هغه ورته په ورځو ورځو پروت وي، څو هلیکو پټر ورشي او بیا يې انتقال کړي.

یاد سرتېری وايي، ډېری وخت ورته اوبه هم نه رسېږي:

"دلته موږ د اوبو مشکل لرو، لاندې په غره کې یوه چینه له هغې په شا اوبو راوړو، پاکستانیانو ته موږ سوال کوو، سوالګر يې کړو، هغوی خپلې پوستې قوي کړې، ملېشه يې ترې کوزه کړه، پنجابی پوځ ورته راپورته شو، په خدای قسم موږ يې ډېر خجالت کړو، هغوی خپلې پوستې قوي کوي موږ په څو پوستو کې هېڅ نه لرو، زموږ داغږ تر مشرانو ورسوی، ولسمشر او نور چارواکي پرې خبر کړی."

په ختیځ کې د پوله ساتو ځواکونو د لوا قوماندان جنرال ولي خان شینواري هم ازادي راډیو سره خبرو کې یاده ستونزه ومنله او ويې ویل چې دوی مرکزي حکومت سره خبره شریکه کړې او د مشکل هوارې لپاره يې ورسره ژمنه هم کړې ده.

ښاغلي شینواري زیاته کړه:

"دا پر ځای خبر ده، یاده ستونزه شته، پر حل کولو يې اخته یو، تر وزیر، لوی درستیز او نورو مسولینو سره پرې سختې خبرې کړې دي ،داسې څوک نشته چې په دې ستونزه خبر نه وي، وعده يي هم راکړې ده."

هغه وايي، د ډیورنډ پر کرښه نورې پرتې پوستې هم یو شمېر مشکلات لرې، خو هغوی ته هره میاشت د هوا له لارې اکمالات ترسره کېږي:

"موږ نورو ځایونو کې ستونزه نه لرو، په میاشت کې پوره اکمالات کوو ، پرسونل تغیر او تبدیل کوو، خرڅ ورته وړو، مهمات ورته رسوو،حتی که درته ووایم چې په بینشئ کې زه تر حمل میاشتې پورې خرڅ لرم ."

د کونړ په سرکاڼو، مرورې او دانګام ولسوالیو کې د ډیورنډ کرښې ته په غرونو کې سړکونه غځېدلي چې څو کاله وړاندې په درېیو واړو لارو موټرو تګ ــ راتګ کاوه، هره ورځ به پرې په سلګونو کسان کوزې پښتونخوا او کونړ ته تله راتله خو اوس دغه لارې دعامو خلکو او افغان ځواکونو په وړاندې تړل شوي دي.

افغان دولت څو ځله هڅې وکړې چې دغه لارې د ترافیکو پرمخ پرانېزي خو تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG