د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۵۷

کمیل: حکومت باید له رسنیو څخه په کلکه دفاع وکړي


د افغانستان د ټلویزیونونو اتحادیه له افغان حکومت او ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د خبریالانو د خوندیتوب په اړه د طالبانو پر وړاندې خپل سیاست روښانه کړي.

د افغانستان د ټلویزیونونو اتحادیه له افغان حکومت او ملګرو ملتونو څخه غواړي چې له خبریالانو او د بیان له ازادي څخه سیاسي ملاتړ اعلان کړي.

د دې اتحادیې رییس احمد کمیل د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې چې د ملي وحدت حکومت ته د رسنیو د پيغام رسولو په هدف جوړه شوې وه وویل:

"د هېواد رسنیو د ساتنې او حراست لپاره له نړیوالې ټولنې تمه کېږي چې د چهارشنبې د ورځې غیرانساني او تروریستي حمله د غندولو ترڅنګ؛ د رسنیو د کارکوونکو له حقونو د خوندیتوب ترڅنګ له تروریزم سره کلکه مبارزه وکړي؛ له رسنیو څخه د ولسمشر قاطع سیاسي ملاتړ د خبریالانو له اساسي غوښتنو څخه ده؛ د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د رسنیو بنسټونو او امنیتي ارګانونو د یوې ګډې کمېتې رامنځ ته کول له مهمو اړتیاو څخه ده."

د افغانستان د ټلویزیونونواتحادیه د طلوع ټلویزیون په کارکوونکو باندې د چهارشنبې د ورځې مرګونې انتحاري حمله په کلکو ټکو وغندله او هغه یې د بیان په ازادي حمله وبلله.

د طلوع ټلویزیون په کارکوونکو انتحاري حمله کې اوو تنه ووژل شول او له شلو زیات ټپیان شول چې دې حملې د یوشمېر خبریالانو او له ازادو رسنیو څخه د دفاع ټولنې غصه راپارولې ده.

که څه هم د افغانستان د تلویزیونونو اتحادیه ټینګار کوي چې د طالبانو دا ډول حملې به د بیان ازادي ته صدمه ونه رسوي؛ خو له افغان حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو امنیت ساتنې لپاره د امنیتي ارګانونو او خبریالانو ګډه کمېټه جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګي یا یوناما د افغانستان له حکومت غوښتي چې د خبریالانو امنیت ته خاص پام وکړي.

پوښته دا ده چې ایا افغان حکومت به د خبریالانو امنیت د خوندیتوب لپاره کمېټه جوړه کړي؟

د ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر هغه څه چې د حکومت او امنیتي ادارو په واک کې شته هغه کوي؛ د افغانستان جمهور رییس دنده سپارلې چې د خبریالانو ژوند د مصونیت لپاره لاس په کار شي او ځينې اقدامات هم شوي دي او لا هم په دې اړه خبرې اترې روانې دي؛ کله چې نیتجې ته ورسېږو موږ به هغه د خلکو په واک کې هم ورکړو."

دا چې اوس مهال په افغانستان کې د سولې هڅې توندې شوې؛ د تېرو څوکلونو لاس ته راوړنې په ځانګړې توګه د بیان ازادي په اړه اندېښنې هم زیاتې شوي دي.

له خبریالانو څخه د دفاع بنسټونه وايي؛ کله چې طالبانو د رسنیو کارکوونکي په نښه کړل دا په دې معنی دې چې دوی د بیان ازادي ته ژمن نه دي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG