د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

باجوه:پر باچا خان پوهنتون وسله واله حمله له افغانستانه کنټرولېده


د پاکستان پوځ وايي چې د خېبر پښتونخوا په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون د بريد تنظيموونکي په افغانستان کې دي او له افغان چارواکو يې د دې بريد د مسوولينو معلومولواو پرضد يې د ګام اخيستو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو د چارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا صوبې په چارسدې کې پر باچا خان پوهنتون وسله وال بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د زده کوونکو او يوه پروفيسر په ګډون لږ تر لږه ٢١ کسان مړه او ٤ بريدکوونکي ووژل شول.

د پاکستاني پوځ وياند جنرال عاصم سليم باجوه د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره اړيکې نيولې او په چارسده کې يې پر باچا خان پوهنتون بريدګرو ته د رسېدو په لړ کې ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي ليکلي:

"له تحقيقاتو او ثبوتونو معلومه شوې ده، د چارشنبې په ورځ پر پوهنتون بريدکوونکي افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان له يوه يو غړي سره په تماس کې وو."

نوموړي دا ادعا هم کړې چې بريدګرو ته له افغانستان څخه په موباېلونو لارښوونه هم کېدله.

تر دې مخکې ښاغلي باجوه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي وو، د بريدګرو د پېژندنې په لړ کې پرمختګ شوى او د هغوى په اړه يې ډېر معلومات ترلاسه کړي، خو په دې اړه يې له نورو تفصيلاتو ورکولو ډډه کړې وه.

ښاغلى باجوه وايي، جنرال راحيل شريف افغان ولسمشر، اشرف غني، اجرايه رييس عبدالله او افغانستان کې د بهرنېو ځواکونو قوماندان جنرال کېمبل سره تيليفوني خبرو کې د باچا خان پوهنتون د بريد په اړه تفصيل او پلټنې شريکې کړي دي.

په عين حال کې د خېبر پښتونخوا صوبې وزير اعلى پرويز خټک د باچا خان پوهنتون تر دورې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، پاکستان بايد له خپلو ګاونډيو هېوادونو افغانستان او هند سره بايد په پاکستان د ترهګرۍ په اړه پرېکنده خبرې وکړي.

پرويز خټک په دې اړه وايي:

"ايا موږ له افغان حکومت سره پرېکنده او سپينې خبرې نه شو کولاى چې راشئ کېنئ او دا مسئله ختمه کړئ، يا خو خپل هېواد قابو کړئ او د دغو ترهګرو مخه ونيسئ، يا بيا موږ ته پکار دي چې په دې اړه يوه تګل اره جوړه کړو او بله دا چې کله په هند کې يوه وړوکې پېښه کېږي، نو شپه ورځ د پاکستان په اړه منفي تبلېغات کوي، نو ايا موږ هغوى سره هم په دې اړه پرېکنده خبرې نه شو کولاى؟"

له بلې خوا د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې خبريالانو ته وويل، پر باچا خان پوهنتون يې د بريد تحقيقات پيل کړي چې تر بشپړېدو مخکې يې په اړه څه نه شي ويلى.

د پاکستان حکومت په ٢٠١٤میلادي کال کې په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول تر بريد وروسته هم تور لګولى و چې دا بريد د افغانستان له خاورې کنټرولېده.

د يادونې وړ ده چې ددغه بريد مسووليت د ملا فضل الله په مشرۍ تحريک طالبان پاکستان منلى و.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG