د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۷

د طلوع پر کارکوونکو د انتحاري حملې په اړه نړېوالې تبصرې


ګڼ شمېرلویدیځو ورځپاڼو او خپرونو د طلوع تلویزون پر کارکوونکو د ځان وژونکې برید په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ لیکي:

طالبانو تېر میلادي کال د طلوع تلویزون د انتقادي خپرونو له له دغه چینل سره خپله دښمني اعلان کړه.

طالبان ادعا کوي چې طلوع تلویزون غواړي په افغانستان کې بهرنی کلتور دود کړي.

خو د واشنګټن پوسټ په وینا کتونکي او د ژورنالستانو ټولنې په دې باور دي چې طالبان د دغه شان حملو له لارې د خبریالانو او رسنیو په منځ کې ویره واچوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د طلوع تلویزون پر کارکوونکو د شوې حملې یادونه کړې ده او لیکي:

طالبانو طلوع ته خپل ګواښ عملي کړ او بیا يې خبرداری ورکړی چې د طالبانو له خوا د کندز د نیولو پرمهال د طلوع د خبري پوخښ په خاطر به چې طالبان يې په غصه کړي، د دې تلویزون کارکونکي بیا په نښه کړي.

ورځپاڼه وايي، د طلوع پر کارکوونکو د برید په ګډون طالبانو په ټوله کې په دې وروستیو کې پر کابل خپلې حملې زیاتې کړي دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي:

په کابل کې د امریکا سفارت خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې طالبان غواړي د ښار پر یوه میلمستون برید وکړي.

د مقالې لیکوال وايي، څه موده وړاندې د کابل پر سرینا هوټل د طالبانو په یوه برید کې یو افغان ژورنالست سردار محمد او د هغه میرمن او کوچنیان ووژل شول.

طالبانو هغه مهال وویل چې اشتباه شوې او د سردار او د هغه د کورنۍ د وژل کیدو له امله يې بخښنه وغوښته.

د افغانستان رسنیو له دغې پېښې وروسته د دوه اونیو لپاره د طالبانو خبرونه خپاره نه کړل.

ګارډین ورځپاڼې په خپله مقاله کې لیکلي:

که طالبان غواړي په دې ډول بریدونو سره د رسنیو د فعالیت مخه ونیسي نو دا ډله بیا په دې هڅه کې پاتې راغلې ده.

ګارډین وايي، طلوع تلویزون د خپلو کارکوونکو له وژل کیدو وروسته طالبان د اسلام، سولې او بشریت دښمنان وبلل او ټینګار وکړ چې طالبانو ځکه د دوي همکاران شهیدان کړل چې د طالبانو جنایتونه يې افشا کول.

ګارډین د مقالې په پای کې لیکلي طالبان شاید بریدونو په زیاتولو سره غواړي د سولې په پروسه کې خپل دریځ پیاوړی کړی چې پر افغان حکومت خپلې زیاتې غوښتنې ومني.

XS
SM
MD
LG