د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

په داووس کې د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه غونډه


د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن سره د سویس په داووس ښار کې غونډه وکړه.

دا درې اړخیزه غونډه چې د ۴۶ نړېوالې اقتصادي غونډې تر څنګ د پنجشنبې په ورځ وشوه، په کې له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې او پخلاینې پر هڅو خبرې وشوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په ټویټر کې د دې درې اړخیزې غونډې ستاینه کړې ده او لیکلي یې دي چې د افغانستان په مشرۍ د پخلاینې بهیر مهم دی.

د داوس په غونډه کې د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر په خپله هم برخه لرله او د یو شمېر راپورونو له مخې په دې غونډه کې د افغانستان او پاکستان یو شمیر نورو استازیو هم ګډون کړی وو.

د داوس د غونډې تر پیلیدو مخکې په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل ازادي راډیو ته ویلي وو چې په دې ناسته کې به له طالبانو سره د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې وشي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو تر اوسه د پخلاینې د دې بهیر لپاره دوې غونډې یوه په اسلام اباد او بله په کابل کې کړې ده او ټاکل شوې ده چې د سلواغې په اوولسمه بله څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

یو شمېر افغانان دې خبرو ته هیلمن دي. د ولسې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي ازادي راډیو ته وویل:

"امریکا او چین پر دواړو هیوادو اثر او رسوخ لري. پخوا یې پر افغان حکومت ملامتیا اچوله اوس نه شي کولای او دواړه به حقایقو ته مخه کوي. بل لور ته ډير تماسونه له افغان حکومت سره نیول شوي دي، که هغه له قطر څخه دي، که په داخل کې دي که په نورو سیمو کې دي. د طالبانو مشرانو اوس دا درک کړې ده چې دا سیاسي جګړه ده او نور نه غواړي چې دا جګړه دوام وکړي، نو اوس دوی هم خبرو ته چمتو شوي دي."

ټاکل شوې ده چې جمعې په ورځ د قطر په مرکز دوحه کې له طالبانو سره یوه غیررسمي غونډه جوړه شي.

د افغانستان حکومت غواړي چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. دا خبرې تیرکال د جولای په میاشت کې د لومړي ځل لپاره پیل شوې چې بیا د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو سره وځنډیدې.

XS
SM
MD
LG