د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

"افغانستان د ترورېزم خلاف دی او په وړاندې یې جدي مبارزه کوي"


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې دغه هېواد د ترورېزم ملاتړی نه بلکې د ترورېزم خلاف دی او د دغې پدیدې په توګه په جدي ډول مبارزه کوي.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې یو شمېر پاکستاني رسنیو د نوموړي هېواد د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، هغه کسانو کوم چې په خېبر پښتونخوا کې یې په باچاخان پوهنتون حمله کړې له افغانستان سره یې تیلفوني اړیکې درلودل.

افغان امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې تروریستي ډلې په دغه هېواد کې مرکزونه نه لري او هېڅ کله به هم د افغانستان خاوره د بل هېواد په وړاندې ونه کارول شي.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د پاکستان د امنیتي چارواکو تر دې څرګندونو وروسته چې ګوندې پر باچاخان پوهنتون حمله کوونکو له افغانستان سره تلیفوني اړیکي درلودل ویلي، دا ټولو ته معلومه ده چې تروریستي ډلې د افغانستان له پولو بهر خوندي مرکزونه لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دوی غوښتنه له پاکستان دا ده چې د ترورېزم په وړاندې په جدي ډول مبارزه وکړي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"دا خبره په کلکه ردوم چې افغانستان کې دي د ترهګرۍ مرکزونه وي او نور هېوادونه دي تهدید شي، دا نړۍ او پاکستان ته معلوم ده چې د ترهګرۍ سرچینې چېرې دي. زموږ هیله دا ده چې هر هېواد خاصتاً پاکستان هم لکه افغانانو غوندي تروریستانو سره مبارزه وکړي او اصلي مرکزونه لکه د کوټي شورا او نورې دا ډول شوراګانې له منځه یوسي."

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم وايي چې دغه هېواد د ترورېزم قرباني دی او د دغې پدیدې په وړاندې یې مبارزه په جدي ډول روانه ده.

دغه څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د پاکستان اکسپریس ټربیون ورځپانې د پاکستان د پوځ د ویاند عاصم بجوا له قوله لیکلي، کومو کسانو چې په خېبر پښتونخوا کې یې پر باچا خان پوهنتون حمله کړې له افغانستان سره یې تیلفوني اړیکي درلودل.

ښاغلي بجوا ویلي د دغې حملې په اړه څېړنې چې شاوخوا ۳۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته روانې دي او پایلې به یې هم ډېر ژر څرګندې شې.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان تل پاکستان په خپل وړاندې په دوه مخیتوب تورن کړی دی او ویلي یې دي چې د تروریستانو مرکزونه د ډیورند له کرښې ها خوا دي او له همغه ځایه پر افغانستان حملې پلانوي.

افغان کارپوهان هم ټینګار کوي چې پاکستان په ورته تورنو سره غواړي دا وښيي چې له تروریزم ملاتړ نه کوي.

د چارو کارپوه اجمل سایس:

"پاکستان په دوامداره توګه غواړي هغه تروریستي اعمال چې خپله د دغه هېواد د استخباراتو او د دې سترېلوبې د شریکانو له خوا یې کیږي، په یو نه یو ډول پټ کړي او خپل خلک او هغوی چې عادلانه قضاوت کوي وغولوي. خپل د بام واوره د نورو پر بام واچوي."

پاکستان په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې په پېښور کې پر یوه ښوونځي حمله و شوه او په کې شاوخوا ۱۵۰ تنه ووژل شول ویلي وه چې دا حمله په افغانستان کې مېشتو پاکستاني طالبانو کړې وه.

خو د افغانستان حکومت هغه وخت هم دا ادعا رد کړه او ویلي یې و چې دا هېواد د تروریزم اصلي قرباني دی او د دغې پدیدې د له منځه وړلو لپاره به هڅې جاري و ساتي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG