د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

یو شمېر بنسټونو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو حمله وغندله


یو شمېر سیاسي او مدني بنسټونو د طلوع تلویزیون پر کارکوونکو حمله و غندله او له حکومته یې د خبریالانو د ژوند د خوندي کولو غوښتنه کوي.

د افغانستان د ثبات او حراست شورا د پنجشنبې په ورځ پر خبریالانو حمله د بیان پر ازادي او د تېرو۱۴ کلونو پر لاسته راوړنو حمله یاده کړه.

د طلوع په نوم خصوصي ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر انتحاري حملې په کور دننه او بهر عکس العملونه را پارولي.

یو له دغو بنسټونو څخه د افغانستان د ثبات او حراست شورا ده چې د پخوانيو جهادي څېرو او د حامد کرزي د حکومت له ځينو چارواکو جوړه ده.

د دغې شورا ویاند مسعود ترشتوال د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې خبریالان د هېواد مبارزین یاد کړل او له حکومته یې و غوښتل چې ورته پام وکړي.

ښاغلي ترشتوال زیاته کړه:

"د ثبات او حراست شورا پرونۍ حمله په جدي توګه محکوم او غندي یې، دغه شورا د بیان د ازادي هدف ګرځول د افغانستان د ۱۴کلونو د لاسته راوړنو هدف ګرځول بولي."

دا عکس العمل یوه ورځ وروسته له هغې څرګندیږي چې یوه انتحاري کوونکي د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې د طلوع تلویزون د کارکوونکو پر موټر حمله وکړه، اووه تنه یې ووژل او څه باندي۲۰ نور یې ټپيان کړل، طالبانو د پېښې مسوولیت منلی دی.

په همدې حال کې د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو د شبکې مشر سید میثم احساني د پنجشنبې په ورځ په همدې تړاو یوې خبري غونډې ته وویل چې په دا ډول حملو سره به په افغانستان کې د رسنیو د فعالیت مخه و نه نیول شي.

ښاغلي احساني زیاته کړه:

"د افغانستان د رسنیو او خلکو اواز به همدا شان لوړ وي. موږ باور لرو چې د افغانستان رسنۍ به د اطلاع رسونې په برخه کې له مخکې نه لا زیات کوښښ وکړي."

د دې ترڅنګ په کابل کې د امریکا سفارت، یوناما، د عفوې نړېوال سازمان او د ژورنالستانو نړېوال فدراسیون هم د چهارشنبې ورځې ځان وژونکې حمله غندلې او د بیا تکرارېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالستانو او رسنیو فدراسیون یو بیان خپور کړی چې په کې راغلي، دا ستر او بې ساری جنایت به له تروریستانو سره د رسنیو اړیکه بدله کړي.

د دغه فدراسیون یوه غړي صدیق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ د دغه بیان یوه برخه داسي و لوسته:

"د افغانستان د رسنیو او ژورنالستانو فدراسیون دغه ورځ د رسنیو په تاریخ کې د تورې چهارشنبې په نوم یادوي. له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه غواړو چې د دغه هېواد له نافذه قوانینو سره سم عمل وکړي او په خاصه توګه د ترورېزم د تبلیغ د منع برخې یې جدا په پام کې ونیسي. له حکومته غواړو چې د پېښې د څېړلو لپاره جدي اقدام وکړي او متخلفین تر قانوني څارنې لاندې ونیسي.”

دغه فدراسیون همدا راز وایي چې ډیر ژر به د رسنیو د کارکوونکو د امنیت لپاره د حکومت او د رسنیو له مسوولانو سره په همغږۍ اقدامات وکړي.

په همدې حال کې میډیوټیک افغانستان پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو د ژوند خوندي کولو لپاره تدابیر تر لاس لاندې و نیسي.

دغه بنسټونه ټینګار کوي چې د رسنیو کارکونکو په خپل وخت او دقت سره د معلوماتو د رسولو لپاره ډيرۍ قربانۍ ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG