د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

"حکومت باید په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحاتو ته دوام ورکړي"


یو شمېرمدني ټولنې وايي چې د ملي شورا له خوا د انتخاباتو اړوند فرمانونو له رد سره-سره حکومت باید په انتخاباتي سیسټم کې اصلاحاتو ته دوام ورکړي.

د ټولنیزعدالت په نوم مدني غورځنګ وايي چې حکومت باید د یوه تقنیني فرمان له مخې د غوراوي کمېټې کاربیا پیل او د اصلاحاتو راوستو لپاره ژمنې عملي کړي.

د انتخاباتو څخه د څار یو شمېربنسټونه بیا وايي چې د انتخاباتي سیستم د اصلاح لپاره خپله د حکومت کړنې هم له پوښتنې سره مخ دي او خلک د کمېسیونونو له سیاسي کیدو ویره لري.

په داسې حال کې چې د انتخاباتو اړوند د حکومت ټول فرمانونه د ملي شورا له خوا رد او له قانون سره په ټکر کې ګڼل شوي ځیني بنسټونه وايي چې د اصلاحاتو پروسه نه باید له دې کار سره وځنډیږي.

د ټولنیزعدالت په نوم مدني غورځنګ وايي چې د غوراوي کمېټه باید د تقنیني فرمان له مخې بیا کار ته ادامه ورکړي تر څو د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره نوي کمیشنران مشخص او راتلونکي انتخابات ژر ممکن شي.

د دې غورځنګ یوه غړي احمد ذکي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې له دې پرته د ملي وحدت حکومت مشروعیت ته کومه لار پاتې نه ده.

ښاغلي ذکي زیاته کړه:

"دا بحران دی چې خپله جمهور ریس یې د یوه تقنیني فرمان له مخې حل کولای او د غوراوي کمېټې کار بیا پیلولای شي دا پروسه باید دوام پیدا کړي او کمېشنران وټاکل شي."

ښاغلی ذکي وايي چې د ملي وحدت حکومت د جوړېدو یوه موافقه په انتخاباتي سیستم کې د اصلاحاتو راوستل وو چې دا ژمنه باید اوس عملي بڼه پیدا کړي.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د جمهور ریس له خوا د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیلاتو، دندو او صلاحیتونو فرمان د ملي شورا د دواړو خونو له خوا رد شوی او د غواروي کمېټې کار له قانوني خلا سره مخ دی.

وموغوښتل چې د انتخاباتي سیستم د اصلاح او غوراوي کمېټې د برخلیک په اړه د حکومت نظر هم ولرو خو بریالي نه شو.

د انتخاباتو د څار یو شمېربنسټونه بیا وايي چې د انتخاباتي سیستم د اصلاح او د کمېشنرانو د احتمالي بدلیدو لپاره خپله د حکومت په کړنو هم د خلکو شکونه په ډيریدو دي.

د فیفا اجرایوي ریس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې خلک د دغو کمېسیونونو له سیاسي کیدو په ویره کې دي ځکه نو تغیرات باید هر اړخیز وي.

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"اوس مهال دا ټوله پروسه له خنډونو سره مخ ده، هغه اصلاحات چې راځي باید هر اړخیز، شفاف او متوازن وي، یواځې باید په څو مواردو بسنه ونه شي نورې برخې چې جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري هم باید ورته پاملرنه وشي، په دې لړ کې د اصلاحاتو او تغیراتو تر منځ باید توپیر وي او په لنډمهال کې عملي کیدونکو طرحو ته باید ډير کار وشي."

د غوراوي کمېټې کار د بیا پیلیدو او انتخاباتي اصلاحاتو په اړه دا څرګندونې داسې وخت کیږي چې له دې دری ورځې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو د راتلونکو ټاکنو نیټه اعلان کړي ده.

که څه هم ځينې سیاسي کړیو د انتخاباتو لپاره د ټاکل شوي د میزان ۲۴ نیټې له اعلانه هر کلی وکړ، خو یو شمیر حکومتي چارواکو بیا له اصلاحاتو مخکې دغې اعلان سره مخالفت څرګند کړی دی.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG