د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

"ولسمشر غني به په سویس کې پر سیاسي او اقتصادي مسالو بحث وکړي"


افغان ولسمشر سویس ته تللی څو د اقتصاد په نړېواله غونډه کې ګډون وکړي او هم د پاکستان له صدراعظم او د امریکا له مرستیال ولسمشر سره وګوري.

که څه هم د نړېوال اقتصاد په غونډه کې د ولسمشر د ګډون هدف په اقتصادي مسایلو بحث ښودل شوی؛ خو سویس ته د ولسمشر د تګ لوی هدف د پاکستان له صدراعظم او د امریکا له مرستیال ولسمشر سره لیدنه ده.

په سویس کې د افغانستان سفیرې ثریا دلیل د چهارشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل ولسمشر اشرف غني به د افغان سولې د روان بهیر په اړه د پاکستان له صدراعظم نوازشریف او د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن سره خبرې وکړي:

"د پاکستان صدراعظم او د امریکا مرستیال ولسمشر هم د نړېوال اقتصاد په غونډه کې برخه اخلي. له فرصت نه په استفادې د افغانستان، امریکا او پاکستان تر منځ یوه درې اړخیزه غونډه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت د هڅو په سر متمرکزه ده د سویس په داووس کې ترسره کېږي."

اغلې دلیل وویل چې د اقتصاد اوسنۍ نړیوالې غونډې ته د نړۍ څلورم صنعتي انقلاب نوم ورکړل شوی چې په کې د پنځوسو هېوادونو مشران او د اقتصادي سکټورنو او سوداګرو څه باندې دوه زره لوړپوړي استازي برخه لري.

د اغلې دلیل په خبره دوی به د جنوري له شلمې تر څلورویشتمې د سویس په داووس کې د نړۍ په مهمو اقتصادي او سیاسي مسایلو خبرې کوي چې افغان ولسمشر هم له څو مشرانو سره بېلابېلې کتنې لري.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې ولسمشر د دوو ورځو په مخه د اقتصاد په نړېواله غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی چې هلته به د امریکا او پاکستان له مشرانو او هم نورو چارواکو سره هم کتنې ولري.

اخوا د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزی هیله ښيي چې ولسمشر د اقتصادي مرستو د جلب تر څنګ په دې غونډه کې وتوانیږي چې د پاکستان له صدراعظم او د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د سولې د خبرو په میکانیزم موافقې ته ورسېږي:

"جمهور رییس صاحب به وشي کولای چې د خپلو اقتصادي کړنو رپوټ په دې نړېواله غونډه کې وړاندې کړي او د نړېوالو مرستې جلب کړي. دویمه موضوع دا ده چې ولسمشر د سولې لپاره میکانیزم تیار کړی چې هیله ده په اړه یې د پاکستان د صدراعظم او د امریکا د مرستیال ولسمشر موافقه ترلاسه کړي."

ولسمشر په داسې حال کې د نړېوال اقتصاد د غونډې په درشل کې د امریکا او پاکستان له چارواکو سره خبرې کوي چې همدا اوونۍ په کابل کې د افغان سولې په باب یوه څلور اړخیزه غونډه وشوه او د یوه میکانیزم د جوړولو لپاره ټولو ګډونوالو سلا وکړه.

د سیاسي چارو کارپوه روح الله امین بیا وایي؛ د نړیوال اقتصاد په غونډه کې افغانستان اصلي اجنډا نه جوړوي؛ خو که افغان حکومت روښانه تګلارې غوره کړي هم به د اقتصاد او هم به د سیاست په ډګر کې د پام وړ پرمختګونه وکړي:

"زموږ بریا په دې کې ده چې موږ وکولای شو یوه اجنډا مخکې له مخکې ولرو. یواځې د پاکستان او نورو هېوادونو ملامتول زموږ ستونزه نه شي حل کولای بلکې باید په سیمه کې نوې همکارۍ پیدا کړو. په راتلونکي کې سترو اقتصادي هدفونو ته د رسېدو لارې ولټوو."

ښاغلي امین وویل چې نړېوال د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره دې ته اړ دي چې لازم امنیت ولري او نړۍ هم د افغانستان د نا امنیو د ختمولو لپاره د خپلو ګټو د خوندیتوب هڅې کوي.

په افغان حکومت د حکومتوالۍ او پرمختګ په برخه کې د کمزوري عمل په خاطر سختې نیوکې کېږي؛ خو حکومتي چارواکي په نړېوالو غونډو کې ګډون او د نړېوالو د ملاتړ جلبول خپلې عمده لاسته راوړنې بولي او اوسنۍ غونډه یې هم خورا مهمه بللې ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG