د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

د بلخ مدني فعالان په درېیمه ۴اړخیزه غونډه کې د ښځو ګډون غواړي


د بلخ مدني فعالان د سولې په اړه په درېیمه څلور اړخیزه غونده کې د ښځو د پراخ ګډون غوښتونکې دي.

د افغان مېرمنو شبکه او په بلخ کې د ښځو په برخه کې حقوقي فعالان د ملي یوالي له حکومت څخه غواړي چې افغانستان ته د سولې په اړه په دریمه څلور اړخیزه غونډه کې ښځو ته هم د ګډون زمینه برابره کړي او نباید د سولې د راوستلو په برخه کې د ښځو نقش له پامه وغورځول شي.

په پام کې ده چې افغانستان ته د سولې د راوستلو په برخه کې د یوه میکانیزم د برابروالي په خاطر درې اوونۍ وروسته به په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په ګډون یوه بله څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

د بلخ مدني فعالان غواړي چې افغان دولت د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک په رعایت کولو سره د سولې په اړه په هرو مذاکرو او مفاهمو کې ښځو ته کلیدي نقش په پام کې ونیول شي.

د افغان مېرمنو د شبکې یوه غړې د سولې په اړوند مسایلو کې د ښځو د نقش په اړه داسې وايي:

"د ښځو نقش هر کله سمبولیک دی او موږ په یاد نه لرو چې د سولې د راوستلو په برخه کې د یوې افغانې پوه ښځې څخه نظر غوښتنه شوي وي."

د بلخ مدنی فعالان افغان حکومت په تېرو څه باندې ۱۳ کلونو کې د ښځو حقونو ته په بې پامۍ تورنوي او زیاتوي چې د هېواد لپاره په ملي او حیاتي پروسو کې دوی ته د مشارکت او تصمیم نیونې اجازه نه ده وکړل شوې.

په بلخ کې د افغان مېرمنو شبکه د سولې په عالي شورا کې د ښځو نقش او فعالیت سمبولیک بولي او وايي چې د سولې عالي شورا په ولایتي کمېټو کې باید د ښځو لپاره کلیدي موقفونه په پام کې ونیول شي او دولت هم ښځو ته د هغوی د توانمندۍ په اساس د سیاسي مشارکت زمینه هواره کړي.

د دې شبکې غړي افراطیت نسبت ترهګرۍ ته خطرناک په ګوته کوي او له دولت څخه غواړي چې د یادې پدیدې په وړاندې جدي مبارزه په مخ کې ونیسي.

دوی وایي چې د افراطي مراکزو موجودیت د دې سبب شوی چې ورځ تر بلې نا امني په هېواد کې زیاته شي او په ټولنه کې د ښځو نقش کمرنګی واوسي.

د بلخ مدنی فعالان د افراطیت پر ضد د مبارزې د یوې کمیټې د رامنځته کېدو غوښتنه لره:

"د ملی وحدت له حکومت څخه غواړو چې په ملي او محلي برخه کې د افراطیت سره د مبارزې او د دیني فعالیتونو د څېړنو په برخه کې یوه کمیټه رامنځته کړي."

په داسې حال کې د بلخ مدني فعالان افغانستان ته د سولې د رواستلو په برخه کې د یوه میکانیزم د پیدا کولو په درېیمه څلور اړخیزه غونډه کې چې اسلام آباد کې جوړېږي د مشارکت غوښتنه کوي چې تر دې دمخه د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم د سولې په اړوند دا ډول غونډو کې د ښځو د نه ګډون په اړه اندېښنه ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG