د سولې په اړه د کابل په څلور اړخیزې غونډې کې د ګډونوالو رښتینې اراده د افغانستان له سولې سره لویه مرسته کولای شي.
افغان حکومت د کابل د سولې څلور اړخیزې غونډې ته سترګې په لاره دی؛ څو د سولې راتګ ته لاره هواره کړي.
د افغانستان اجراييه رئیس په دې باور دی؛ که د کابل د غونډې ګډونکوونکي په رښتینې اراده او عزم سره سولې ته کار وکړي؛ نو د سولې راتګ ته زمینه هوارېدای شي.
عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې هیله څرګنده کړه چې څلور هېوادونو به د سولې او ثبات لپاره د سولې د لارې د نقشې پر سرتوافق ته ورسېږي:
"په حقیقت کې د ګډونوال صادقانه عزم او اراده کولای شي سولې ته د رسېدو لپاره له لنډې لارې سره مرسته وکړي؛ په دوو تېرو غونډو کې هم پرمختګ شوی؛ هیله من یو چې، څلور واړه هېوادونه یوځای سولې ته د رسېدو او د خبرو له لارې د مسالې حل ته نن سره ورسېږي."
له دې وړاندې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې په اړه څو څو ځله د خبرو هڅې کړې وې؛ خو د پاکستان د ناغېړۍ له امله یې نتجه نه وه ورکړې.
د افغانستان د حکومت اجراييه رییس عبدالله عبدالله وايي؛ د مخالفینو له خوا د جګرې دوام د سولې په هڅو سیوری نه شي غوړلی او د هغه چا پر ضد به جګړه وکړي چې سولې ته غاړه نه ږدي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوهان وايي؛ د سولې په څلور اړخیزې غونډه کې د ګډونوالو هېوادونو صداقت په دې معنی دی چې طالبان سیاسي پروسې ته وهڅوي.
د نړېوالو چارو کارپوه عمر شریفي وايي؛ د کابل په څلور اړخیزه غونډه کې د امریکا او چین ګډون کولای شي پر پاکستان تاثیر واچوي.
"کله چې افغان حکومت د صداقت خبره مطرح کوي؛ دلته د څلور اړخیزو خبرو تمرکز په دې د چې دا ډله په یوې سیاسي جوړښت بدلیږي او په دې خبرو کې به په دې بحث وشي چې ایا طالبان سیاسي شي او یانه؟ وبه لیدل شي چې دا دواړه هېوادونه څومره د سولې له پروسې سره همکاري کوي."
د افغانستان اجراييه رییس ټینګار کوي افغان حکومت به د سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي؛ خو زیاته یې کړه په دې برخه کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو صادقانه همکاري ته هم جدي اړتیا شته.
راپور: رحمت الله افغان