د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د سولې په اړه څلور اړخیزې غونډې ته خوشبینیانې


د افغانستان ولسي جرګه، سیاستوال او کارپوهان په کابل کې د سولې څلور اړخیزه غونډه د سولې د راتلو د هڅو د همغږي کولو لپاره یو ښه فرصت بولي.
په افغانستان کې د سولې د تامین په لار کې د نړېوالو قدرتونو وروستیو هڅو د ولسي جرګې د ډېرو غړیو او افغان سیاستوالو زړونه لاسته راوړي دي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي آزادي راډیو ته وویل چې امریکا او چین په افغانستان او پاکستان خپلې اغېزې لري؛ نو خامخا به د څلور اړخیزو غونډو له لارې د سولې د تامین لپاره کوښښونه مثبته نتیجه ورکړي.

ښاغلي احمدزي وویل چې په کابل کې د سولې په اړه په څلور اړخیزه غونډه کې د نړېوالو قدرتونو ښکېلتیا په خپله دې ته لار هواره کړې چې د سولې د تامین رښتینې هڅې وشي او له همدې امله ډېرو مخالفینو هم د سولې خبرو ته زړه ښه کړی دی:

"امریکا او چین په دواړو هېوادونو اغیز لري چې د سولې لپاره دواړه ملکونه وهڅوي. پخوا به یې ملامتیا په افغان دولت اچوله یا بعضې نیمګړتیاوې وې. اوس دا کار نه شي کولای؛ اوس به دواړه له حقایقو سره مخ کېږي. له افغان دولت سره ډېر زیات تماسونه نیول شوي دي؛ که هغه له قطر نه دي که په داخل کې دي؛ که نورو ځایونو کې. د طالبانو مشرانو اوس دا خبره درک کړې چې جګړه اوس سیاسي ده او نه غواړو چې جنګ وشي. د دې لپاره هغوی هم سولې ته اماده شوي دي."

ښاغلي احمدزي وویل، که د افغان سولې د تامین لپاره ښکیلې خواوې خپلې هڅې لږې نورې هم زیاتې کړي؛ کولای شي چې په خپلو هڅو کې کامیابه او د سولې لپاره لار هواره شي.

په ولسي جرګه کې هم د دوشنبې په ورځ د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیسیون له خوا هم یو پرېکړه لیک ولوستل شو چې په کې د افغان سولې لپاره په رښتینو هڅو او د هر پرمختګ په اړه د خلکو په خبرولو ټینګار شوی و.

د افغان سولې په اړه د هڅو د همغږي کولو او دا چې څه ډول مخالفین د خبرو مېز ته کېنول شي؛ دویم دور څلور اړخیزه غونډه په کابل کې د دوشنبې په ورځ وشوه چې په کې د امریکا، چین او پاکستان لوړپوړیو استازیو او چارواکو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د سرحدونو چارو وزارت مرستیال او یو سیاستوال غفور لېوال وايي چې په دې غونډه کې د امریکا؛ چین او پاکستان ګډون د دې ښکارندوی دی چې دوی په افغانستان کې د نیابتي جګړې له امله د خپلو ګټو د تضاد په پای ته رسولو سلا شوي دي.

ښاغلي لېوال آزادي راډیو ته وویل؛ که رښتیا هم د افغان جګړې اصلي مخته وړونکي د خپلو ګټو د تضاد په ختمولو بریالي شي؛ د سولې د تامین لپاره به یو مهم ګام اخیستل شوی وي:

"که دغو ناستو کې همدغه اصلي لوبغاړي پاکستان؛ چین، امریکا متحده ایالتونه او لویدیځ قدرتونه په یو ډول د ګټو په تقسیم سره سلا شي. بالاخره دې توافق ته ورسېږي چې یو سوله ییز افغانستان د دوی ټولو ګټې په یو ډول نه یو ډول ټینګولی شي او د همدې له کبله جګړه نوره بې ځایه ده؛ لږ تر لږه د دې جګړې سیمه ییز او نړېوال اړخ کمزوری کېږي."

ښاغلي لېوال وویل، که نړېوال قدرتونه د افغان سولې د تامین لپاره هڅه وکړي افغان حکومت به په اسانۍ سره وکولای شي چې جګړه په کورنۍ سطحه کې کنټرول او په مخالفینو برلاسی ترلاسه کړي.

اخوا افغان سیاسي کارپوهان هم د کابل په کوربه توب د سولې د خبرو هرکلی کوي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر وايي؛ په ظاهري توګه پاکستان، امریکا او چین د افغان سولې لپاره هڅې پيل کړي؛ خو اوس مجبوره هم دي چې د خپلو ډېرو ستونزو د حل لپاره په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره رښتیني هڅې وکړي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین حکومتي چارواکو تېره اوونۍ هم د افغان سولې په اړه په اسلام اباد کې څلور اړخېزه غونډه وکړه او په کابل کې یې دا غونډه تر ډېره د سولې د هڅو د مخته وړلو لپاره د یوه میکانیزم جوړولو ته ځانګړې شوې ده.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG