د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۱

رباني:څوک چې سولې ته غاړه نه ږدي د ناامن افغانستان پلویان دي


د افغانستان د سولې لپاره دوهم پړاو څلور اړخیزه غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو برخه اخیستې ده.

غونډې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وینا وکړه او وسله وال طالبان یې د سولې خبرو ته راوبلل.

ښاغلي رباني وویل، هغوی چې د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي د یو امن او سوله ییز افغانستان پلویان نه دي او هدف یې جګړې او ورانونه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان د خلکو او افغان حکومت د پیغام په هرکلي سره د سولې په خبرو کې برخه واخلي او خپلې ستونزې له سیاسي لارې حل کړي.

صلاح الدین رباني دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل د افغانستان د سولې په دوهم پړوا څلور اړخېزې غونډه کې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر دغه شان وویل، هغوی چې د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي د یو امن او سوله ییز افغانستان پلویان نه دي او هدف یې جګړې او ورانونه ده.

د ښاغلي رباني په وینا دغه ډله کسان به د افغانستان د خلکو په ذهنونو کې هم انزوا ته شي:

"له دغه فرصته په استفادې سره غواړم د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د طالبانو ټولو ډلو ته بلنه ورکړم چې رموږ د سولې پیغام ومني، د خبرو میز ته حاضر شي تر څو وکولای شو خپل ټول اختلافات له سیاسي لارې حل کړو."

ښاغلي رباني دغه شان وویل چې دا په سیمه، افغانستان او هم پاکستان کې د سولې او امن لپاره یو ښه فرصت دی او پکار ده چې له دا شان فرصتونو ښه استفاده وشي.

د بهرنیو چارو وزیر دغه شان د پاکستان له حکومته د افغانستان د سولې د لومړي پړاو څلور اړخیزې غونډې د کوربه توب او په دې برخه کې د دغه هېواد له قوي ژمنې او ملاتړه مننه وکړه.

د یادونې ده چې د افغانستان د سولې په اړه لومړی پړاو څلور اړخېزه غونډه تېره اوونۍ په اسلام اباد کې جوړه شوه چې په دغه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازو برخه اخیستې وه.

تردې دمخه هم په اسلام اباد کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو مخاخ یوه غونډه جوړه شوې وه چې نور پړاونه یې بیا د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر تر خپرېدلو وروسته کنګل شول.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېرافغان کارپوهان هم دغه غونډې ته هیله من دي خو وايي، دا معلومه نه ده چې دا غونډه به تر کومه مثبته نتیجه ولري.

د سیاسي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر زیاته کړه:

"موږ خو تر اوسه پورې همیشه، پخوا هم هیلې درلودلې خو دغه هیلو مثبت پای نه درلودو، اوس هم موږه هیله لرو خو له یو شک سره، دا چې دغه هیله ترسره کېږي که نه ترسره کېږي دا بایده عملي اقدامات وښيي."

په کابل کې د افغانستان د سولې په اړه دوهم پړاو څلور اړخیزه غونده که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني تر وینا ورسته ور تړلې اعلان شوه خو د ډېرېوو باور دا دی چې د تړلو دروازو تر شا دا خبرې به د افغانستان د سولې په لور د افغانستان د خلکو زړونو ته د هیلو دروازه پرانیزي.

اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG