د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

"دوه شرکتونه چې د کار په پلمه یې له خلکو پیسې اخیستې وتړل شول "


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو پلاوی ټاکلی ترڅو هغه شرکتونه په ګوته کړي چې په اروپایې هېوادونو کې د کاري زمینې د پیدا کولو په پلمه له خلکو پیسې اخلي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخیل وایي، تر اوسه یې دوه هغه شرکتونه تړلي چې د اروپا د تګ په پلمه یې له خلکو پیسې اخیستې.

په افغانستان کې بې کارۍ او بې وزلۍ نه یوازې زرګونه کورنۍ د هېواد پریښودو ته اړ کړي بلکې د هغو شرکتونو بازار یې هم تود ساتلی چې د اروپا د تګ په پلمه له خلکو پیسې اخلي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخیل وایي چې د کار په قانون کې داسې څه نشته چې بهر ته د کارګرانو د استولو په خاطر پیسې واخیستل شي.

میرمن اوریاخیل د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې له امنیتي ادارو یې غوښتي ترڅو د هغو کسانو او شرکتونو په پیژندلو او نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي چې د کار پیدا کولو په پلمې له خلکو پیسې اخلي.

اغلې اوریاخیل زیاته کړه:

"دوه شرکتونه چې نومونه یې راته په یاد نه دي موږ تړلي، همدارنګه مو امنیتي ارګانونو ته مکتوبونه لیږلي دي چې دغه شرکتونه غیر قانوني عمل کوي همدارنګه ما د کار له مرستیاله غوښتنه وکړه چې د ټولو ولایتونو والیانو ته مکتوب ولیږي او ورته ووایي ترهغې چې دا پروسه رسماً د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا اعلان شوي نه وي غیر رسمي ده قانوني نه ده او باید مخنیوی یې وشي."

میرمن اوریاخیل وویل، دغه دوه شرکتونه چې اوس مهال تړل شوي له مسوولانو سره یې جدي چلند کیږي.

فقر او بې کاري ډيری ځوانان اړ کړي چې د کار موندولو په هدف یو شمېر هغو شرکتونو ته مراجعه وکړي چې په ډيرو پیسو بهرنیو هېوادونو کې ورته د کار ژمنې ورکوي.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت تردې وړاندې ویلي چې ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې له یو شمېر بهرنیو هېوادونو سره قراردادونه لاسلیک کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره همدا رنګه ټينګار کوي چې دغه قراردادونه به ډير ژر له عربي او یو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو سره عملي شي.

له بلې خوا د افغانستان د کارګرانو ټولنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمنې عملي نه ګڼي.

د دې ټولنې رییس معروف قادري له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل ترڅو ځوانانو ته د کار زمینې برابري کړي.

ښاغلي قادري زیاته کړه:

"د کار له وزارت او په مجموع کې د افغانستان له دولته زموږ تمه دا ده ترڅو هر څومره چې ژر وي باید کارې زمینې برابرې کړي، ترڅو له ځوانانو د کار پیدا کولو په پلمې پیسې وانه خلي."

تردې وړاندې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د کار موندنې ملي پروګرام پيل کړ او ویلې چې له عملي کیدو سره به یې لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

خو د افغانستان د کارګرانو د اتحادېي رییس خبرداری ورکوي، که ځوانانو ته د کاري زمینو د پیدا کولو په برخه کې د حکومت ژمنې د شعار تر کچې پاتې شي دا به ډيری ځوانان دې ته اړ کړي چې په نشه یې موادو روږدي شي او یا هم د وسله والو مخالفانو سره یوځای شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG