د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

"د مشرانو جرګې د اداري پلاوي انتخابات په یو شرط نه ترسره کیږي"


د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وایي، د دې جرګې د اداري پلاوي انتخابات به تر هغې نه ترسره کیږي چې نوي انتخابي او انتصابي سناتوران جرګې ته رانه شي.

د مشرانو جرګې دې پریکړې د یکشنبې په ورځ د دې جرګې د یو شمېر نورو سناتورانو تُند عکس العملونه راوپارول او د احتجاج په ډول یې جلسه تحریم کړه.

اعتراض کوونکو سناتورانو رسنیو ته وویل چې د اساسي قانون په مطابق باید د مشرانو جرګې د اداري پلاوي انتخابات د حوت(کب) میاشتې په اتلسمه نېټه ترسره شي.

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د ټاکنې په اړه دا جنجالونه وروسته له هغه پورته شول چې د مشرانو جرګې اکثریت غړو پریکړه وکړه چې د دغې جرګې اداري پلاوی به تر هغې نه نوی کیږي چې نور انتخابي او انتصابي سناتوران جلسې ته حاضر نه شي.

د دې جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د۴۳ حاضرو سناتورانو له موفقې رایې وروسته په دې اړه داسې پریکړه وکړه:

"انتخابات نه ترسره کیږي تر هغې چې نوي انتخابي او انتصابي سناتوران زموږ تاسې مجلس نه حاضر نه شي."

د مشرانو جرګې د دې پریکړې پرمهال نږدې ۱۷سناتور مخالفت څرګند کړ او د اعتراض په ډول له جلسې ووتل.

دغو سناتورله رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د اساسي قانون په مطابق باید د حوت په شپاړسمه نېټه د مشرانو جرګې د ادارې پلاوي انتخابات وشي.

دوې ګواښ وکړ، تر هغې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي او د مشرانو جرګې په هیڅ غونډه کې به برخه وانه خلي چې د دوې غوښتنې ونه منل شي.

د دغو سناتورانو له ډلې حسیب الله کلیمزي وویل چې د سنا مجلس غړو په خپلې دې پریکړې سره د دې جرګې د اداري پلاوي انتخابات تر نامعلومې نېټې وځنډیدل.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"خلاف د اصولو خلاف د طرزالعمل د عدم نصاب په صورت کې کارتونه پورته کړل او انتخابات یې د نامعلومو کلونو لپاره وځنډول، دا زموږ مشروع حق و او موږ به تر هغې خپل اعتراض ته دوام ورکړو چې ترڅو ولسمشر او د دولت نور مشران زموږ د حالت پوښتنه یې نه وي کړي او عدالت یې د سنا په مجلس کې نه وي تامین کړي."

له دې وړاندې ولسمشر د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورانو د کار موده هم غځولې وه.

د افغانستان د اساسي قانون د ۸۷مادې په اساس له هر یوه کال وروسته د مشرانو جرګې د ادارې پلاوي ټاکنې باید ترسره شي.

د مشرانو جرګې د اداري پلاوي د ټاکنې د نه ترسره کېدو په اړه اعتراض کوونکو سناتورانو همدارنګه د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې دا موضوع په جدي ډول وڅیړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG