د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

کندز:بې کارۍ ډېری ځوانان له مخالفینو سره یو ځای کړل


په کندز ولایت کې یو شمېر مدني فعالان او ځوانان وايي، په دغه ولایت کې د جګړو او نا امنیو یو لامل بې کاري ده چې دا مهال یو زیات شمېر لوستي ځوانان د کورنۍ د نفقې د پيدا کولو په هدف له وسله والو مخالفینو سره یوځای کېږي.

یاد فعالان وايي، په دغه ولایت کې ورځ تر بلې د بې کارۍ کچه مخ په لوړېدو ده او له امله یې یو شمېر ځوانان چې له پوهنتونونو فارغ شوي د نفقې د پیدا کولو په هدف له طالبانو سره یوځای شوي دي.

په کندز کې د سپین زر شرکت رییس محمدالله وردګ ازادي راډیو ته وویل، که سپین زر شرکت ورغول شي، نو ترڅنګ به یې زرګونه بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.

ښاغلي وردګ زیات کړه:

“د دې فابریکې د فعالېدو ګټه دا ده چې ۳۰ سلنه په اوسنۍ جګړه تاثیر لري او کولای شي ډېرو لوستو ځوانانو ته کار پیدا کړي او موږ د دغې فابریکې له لارې هر ځوان ته۳۰۰ ډالر معاش ورکولای شو.”

وردګ زیاته کړه چې دولت څو ځلي ورسره د سپین زر شرکت د فعالولو ژمنه کړې خو تر اوسه پورې په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته شوي.

په همدې حال کې د کندز یو تن اوسېدونکی زال خان اسحاقزی وايي، ترڅو چې بې کاره ځوانانو ته د کار زمینه برابر نه شي نو دا اوسنۍ جګړه به همداسې دوام ولري.

ښاغلي وردګ وویل:

“د کندز د ځوانانو ستونزه بې کارې ده او یو زیات شمېر له پوهنتونونو فارغ دي او وزګار ګرځي او وسله والو طالبانو دغه ځوانان د ډېر کم معاش په بدل کې خپلو لیکو ته جلب و جذب کړي دي.”

په کندز کې د مدني ټولنې یو تن غړې زرمینه وايي چې اوس مهال په دولتي ادارو کې وظیفه اخېستل ډېر ستونزمن کار دی، نو په همدې خاطر یو شمېر بې واسطې ځوانان د وسله والو طالبانو لیکو ته ورځي:

“هغه ځوانان چې له پوهنتون څخه فارغ وي کار ورته نه پیدا کېږي او په دولتي ادارو کې روابط مهم دي نو دوی مجبورېږي چې له مخالفینو سره یو ځای شي او د کورنۍ لپاره یو څه وګټي.”

د کندز ولایت اوسېدونکي د سپین زر شرکت د بېرته فعالېدوغوښتنه کوي او په دې اړه یې په وار وار مرکزي حکومت ته هم وړاندېزونه کړي دي.

د معلوماتو له مخې، د کندز په سپین زر شرکت کې له جګړو مخکې۵۰۰۰ تنه ځوانان په کار بوخت وو، خو اوس مهال دغه شرکت ویجاړ پروت دی چې په فعالولو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG