د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

په پېښور کې د افغان ډيپلوماتانو د امنيت لپاره عملي اقدامات شوي


په خېبرپښتونخوا کې د افغانستان جنرل قونسل سيد محمد ابراهيم خېل د خپل يوه ډيپلومات پر کور په وسله وال بريد اندېښنه ښودلې، خو زياتوي چې امنيتي چارواکو د افغان ډيپلوماتانو د امنيت د ټينګښت په لړ کې عملي اقدامات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نامعلومو وسله والو د جمعې په شپه د پېښور په يونيورسټي ټاون سيمه کې د افغان قونسلګرۍ د يوه ډيپلومات"همايون يوسفزي" پر کور وسله وال بريد کړى، خو چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د پېښور امنيتي چارواکيو سيمه ييزو رسنيو ته ويلي چې دوو موټر ساکل سپرو وسله والو د افغان ډيپلومات پر کور تر ناتاره ډزو کولو وروسته تښتېدلي خو زياتوي چې د پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي او د بريدګرو د نيولو په هڅه کې دي.

ټاون د پېښور حساسه سيمه ګڼل کېږي چې د UNHCR د صوبايي دفتر او د ايران د قونسلګرۍ په ګډون په کې د يو شمېر بهرنيو مؤسسو او د خېبر پښتونخوا د حکومتي ادارو دفترونه هم پراته دي.

له بلې خوا په پېښور کې افغان قونسل سيد محمد ابراهيم خېل د دغې پېښې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د ټاون په سيمه کې دا ډول بريد د حېرانتيا وړ دى.

نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"د وېرې ده يقيناً په ټاون کې او هغه مشخص په يوه کور باندې داسې ډزې کول هغه هم د شپې. يو کلاشينکول يو شاجور پرې خوشې کوه، نو په ګومان اغلب دا خو هغه دښمنان دي چې هغوى په کرار نه کښېني. يقينې خبره همدا ده."

په پېښور کې د افغان ډيپلومات پر کور د بريد پېښه په داسې وخت کې شوې چې وسله والو د روانې مياشت په ١٢ مه د ننګرهار صوبې په مرکز جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلګرۍ وسله وال بريد کړى و چې په نتیجه کې يې ٧ افغان پوليس مړه او ١٥ کسان ټپيان شوي.

ابراهيم خېل وايي چې په پېښور کې يې د افغان ډيپلومات پر کوريې د بريد موضوع د پاکستان د بهرنيو چارو له وزارت او د خېبرپښتونخوا له امنيتي ادارو سره شريکه کړې او په خبره يې چې هغوى ورته ډاډ ورکړى چې د ډيپلوماتانو د امنيت د ټينګښت په لړ کې به کوټلي اقدامات کوي:

"دا وزارت خارجه د اسلام اباد هم په دې خبر دى او دلته په پېښور کې کمپ افس هم پرې خبر دى.د پوليسانو نور چارواکي هم راغلي و، خپله اى جي پي IGP هم په دې خبر شو، هغه خپل استازى راواستاوه، دلته يې مشاهدات وکړل او هغه د مرميو پوچکې چې ټول سړک يې نيولى و، هغه يې هم ټول کړل او ځان سره يې ويوړل. هغوى خپل اقدامات عملي کړل، نور پوليسان يې راکړل او هغه زاړه پوليسان يې هم بدل کړل او موږ ته يې په دې لړ کې نور ډاډ هم راکړ."

که څه هم په جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلګرۍ د بريد مسووليت داعش يا اسلامي دولت وسله والې ډلې منلى و، خو په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ د ډيپلومات پر کور د وسله وال بريد مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG