د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

"د بندیزونو د لیرې کېدو لپاره ایران باید شوې موافقه عملي کړي"


سپینه ماڼۍ وايي چې پر تهران د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو لپاره نړیوالو څارونکو ته منتظر دي، څو تائید کړي چې ایران تر کومه حده له نړیوالو سره د موافقې پر اساس، خپل اټمي پروګرام محدود کړی دی.

د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې څارونکي د ایران د دې هڅو څارنه کوي او د خپل کار د پایلو یو رپوټ به سپنې ماڼۍ ته هم وړاندې کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون «جمعه» په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د دې څارونکو رپوټ ته ګوري، څو ثابته شي چې ایران خپله له نړیوالو سره د موافقې پر اساس، خپل مسؤلیت څومره ادا کړی دی.

د جاش ارنسټ په وینا، ایران له نړیوالو قوتونو سره د اټمي موافقې د عملي کولو په لور مهم پرمختګونه کوي، خو پر دې هېواد اقتصادي بندیزونه به تر هغو پر ځای وي چې د اټمي انرژۍ د څارنې نړېواله اداره په بشپړه خپلواکۍ تائید کړي چې د موافقې ټولې مهمې برخې یې عملي کړې دي.

جاش ارنسټ څرګنده کړې چې پر ایران د بې باورۍ لپاره کافي دلایل موجود دي او د اټمي انرژۍ د څارنې د نړېوالې ادارې دا رول چې باید د ایران له لوري د موافقې د عملي کولو هڅې تائید کړي، یوازې تخنیکي مسئله نه ده.

ښاغلي ارنسټ زیاته کړه:

"د دې موافقې په اړه د بحثونو پر مهال، منل شوې وه چې د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې خپلواکې او مهمې هڅې به یوازې تخنیکي اړخ نه لري."

د سپینې ماڼۍ ویاند ټینګار وکړ چې پر ایران به فشارونه جاري وساتي.

د جاش ارنسټ په وینا، امریکا د اټمي انرژۍ د څارنې له نړیوالې ادارې سره په دوامدار ډول په تماس کې دی او فکر نه کوي چې د دې ادارې څېړنې به د موافقې په عملي کېدو کې ځنډ پېښ کړي.

هغه وايي:

"زه داسې انګېرم چې ولسمشر اوباما به د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې د څارونکو د کار په اړه رپوټ ترلاسه کړي، خو ګومان نه کوم چې د دې رپوټ کتل به د موافقې د عملي کولو لپاره پرمختګ له زیات ځنډ سره مخامخ کړي، ځکه موږ په دوامدار ډول له دې نړیوالې ادارې سره په تماس کې یو او د کار په اړه یې وخت په وخت معلومات ترلاسه کوو."

ایران او د نړۍ سترو قوتونو چې ۵+۱ هم ورته ویل کېږي، د جولای په ۱۴مه په ویانا کې اټمي موافقه وکړه.

تهران له ډېرې مودې راهیسې ټینګار کوي چې اټمي هڅې یې سوله ییز اهداف لري، خو یو شمېر غربي دولتونه تور ورباندې لګوي چې د اټمي وسلو هڅې کوي. د موافقې پر اساس، ایران به د خپل اټمي پروګرام د محدودولو په بدل کې د نړیوالو له اقتصادي بندیزونو خلاص شي.

تهران ښايي د اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو له امله، میلیونونه ډالر تر لاسه کړي.

امریکايي چارواکو د روانې اوونۍ په پيل کې ویلي وو چې له ایران سره د دې موافقې د عملي کېدو بهیر ښايي په څو ورځو کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG