د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

خوست: په پرمختللې طبي ټکنالوژۍ سمبال روغتون جوړ شو


په خوست کې په مډرنه او پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال یو داسې خصوصي روغتون جوړ شو چې د همدې نوې طبي ټکنالوژۍ پر مټ به، په کې ډېر پرمختللي معاینات ترسره کېږي.

د قادري معالجوي روغتون مسؤلین وايي، تر دې مخکې ناروغ لرونکي اړ ول چې د یو شمېر ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره خپل ناروغان د پاکستان لویو ښارونو، هند او یا نورو ملکونو ته وړي، خو د دې روغتون په جوړولو سره به دا ستونزه تر یوه حده کمه شي.

د جمعې ورځې مازیګر د یاد روغتون په پرانېستغونډه کې د خوست د عامې روغتیا ریاست سلاکار ډاکټر سخي سردار د روغتونونو د اسانیتاوو په باب د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې قادري معالجوي روغتون د افغانستان په کچه د ټکنالوژۍ له نظره یو مهم او مجهز روغتیايي مرکز دی.

په دې روغتون کې به هغه طبي معاینات ترسره کېږي، کوم چې پخوا په پاکستان او هند کې ممکن وو.

قادري معالجوي روغتون د هند او پاکستان له ګڼو لویو روغتونو سره د همکارۍ تمامیت لري او دوی سره د انټرنټ پر مټ انلاین پر لیکه وي، که چېرې اړتیا پېښېده نو نه دا چې د هغو هېوادونو د مجربو ډاکټرانو له سلا مشورو به ګټه پورته کوي، بلکې د اړتیا پر مهال به ناروغان هماغو روغتونونو ته لېږل کېږي.

بل لوري ته پوهنوال ډاکټر بادشاه عبدالي د روغتیا پر سکټور پانګونه ډاکټرانو او ناروغ لرونکو ته په ګټه بولي.

دی وايي، څومره چې په دې ځای کې د روغتیا په برخه کې سالمه پانګونه کېږي، نو په هماغه اندازه سالم رقابت رامنځته کېږي، نوې طبي ټکنالوژي راځي چې دا ټکنالوژي بیا په تشخیص او درملنه کې پوره رول لري.

ښاغلي عبدالي زیاته کړه:

"کله چې سالم رقابت رامنځته شي، د تشخیص ښه او نوي وسایل اضافه کېږي، مدرنه ټکنالوژي رانقل کېږي او د هغې په بېز کې بیا د مرض تشخیص او تداوي صورت نیسي، نو دا طبعاً په نرخ هم تاثیر لري، هیله مې داده چې نور طبیبان هم په دې برخه کې مثبته پانګونه وکړي."

دا چې د دې روغتون د جوړولو انګېزه څه ډول پیدا شوه، د دې روغتون بنسټګر ډاکټر عبدالله قادري وايي چې یو لامل يې د ده د والد د زړه ناروغي وه چې د عمر د ډېروالي له کبله بل ځای ته د وړلو نه وو او په خوست کې يې د تشخیص او درملنې امکانات نه وو.

ډاکټر عبدالله په خوست کې د طبابت یوې مهمې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چې په دې ولایت کې یو ډاکټر د څو ناروغیو تداوي کوي او تر اوسه په دې ځای کې طبابت تخصصي نه دی.

دی زیاتوي خوست کې د طبي متخصصانو شمېر ډېر دی، خو ټول يې د روغتون او ټکنالوژۍ د برابرولو مالي امکانات نه لري او حکومت هم ټول نه شي جذبولای، نو طبعاً دا روغتون به د دا ډول ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د کارکولو لپاره لازم فرصتونه برابر کړي.

په خوست کې د ماشومانو د ناروغیو د روغتون نشتوالی تر اوسه په مهمو ستونزو کې وه، خو ډاکټر عبدالله قادري وايي چې قادري معالجوي روغتون د ماشومانو، عمومي جراحۍ، عمومي داخلې، بېړنیو پېښو، نسايي ولادي په ګډون اوو برخو کې ۲۴ ساعته خدمتونه لري.

ښاغلی قادري وايي:

"یو خو د حکومتي سکټور سره یوه همکاري ده، کوم متخصصین چې موږ په خوست کې لرو، ډېری يې مصروفیت نه لري او دولتي وظیفې هم پوره نه شته، هغوی ته مصروفیت پیدا کېږي، بل که په نیمه شپه وي هم په عاجلو واقعاتو کې هغه لږ تر لږه خدمات به ناروغانو ته وړاندې کړو."

په خوست کې د ولایتي روغتون تر څنګ که څه هم یو شمېر شخصي او خصوصي روغتونونه فعالیت لري، خو ناروغ لرونکي يې له خدماتو ځکه پوره رضایت نه لري، دا ځکه چې له یوې خوا يې خدمتونه د عامې روغتیا ریاست له خوا په منظم ډول نه څارل کېږي او بل لوري ته د ناروغانو اقتصادي کمزوریو ته په کې نه کتل کېږي.

ناروغ لرونکي وايي که ناروغي اسانه وي، نو په ډېریو شخصي روغتونونو کې يې درملنه کېږي، خو که ناروغ کړکېچن او خطرناک حالت ته داخل شي، نو له شخصي ځایونو يې ولایتي روغتون ته رخصتوي، چې بیا داسې نازک وخت ناروغانو ته د رواني او جسماني ستونزو د ډېرېدو لامل ګرځي.

XS
SM
MD
LG