د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

په کوټه کې ديني عالمانو پر پولیسو وروستۍ حمله غیر اسلامي وبلله


په کوټه کې ديني عالمانو په يوه خبري غونډه کې د پوليو واکسيناسيون کمپاين پر امنيت ساتونکيو پوليسو هغه ځانوژونکى بريد په کلکه غندلى چې د څورلسو عسکرو په شمول پينځلس تنه په کې و وژل شول. دغو ديني عالمانو ويلي، د پوليو د واکسيناسيون کمپاين سبوتاژوونکي د اسلام او پاکستان دوښمنان دي.

په بلوچستان کې د ګوزڼ يا پوليو د ناروغۍ په ضد د واکسيناسيون کمپاين يو ځل بيا وروسته له هغه له احتمالي خطر سره مخ شو چې د کوټې په سټلايټ ټاون کې د پوليو د واکسيناسيون مرکز ته نيژدې پر پوليسو ځانوژونکى بريد وشو. د کوټې ديني عالمانو د جمعې په غرمه يوې خبري غونډې ته په وينا کې دغه بريد وغانده او ويې ويل چې ماشومانو ته د پوليو د څاڅکو له ورکولو سره د وسلوالو اختلاف د اسلام او پاکستان په ضد دسيسه ده.

د کوټې د جامع جومات امام مولانا انوارالحق وايي د پوليو د کمپاين پر کارکوونکيو يا د هغوى پر امنيت ساتونکيو مسلمانان بريد نه شي کولاى، وايي څوک چې پر دوى حملې کوي، هغوى له مذهب سره هيڅ تړاو نه لري او پخپلو ناوړه اعمالو نور سياسي عزايم تر سره کوي:

«پر پوليس عسکرو او د پوليو پر کارکوونکيو حمله او د هغوى وژل يو عظيم جرم دى، د دې څو مقاصد کېداى شي، يو دا چې دا ملک مسلسل بدنامه وي او بل دا چې په نړيواله کچه اسلام بدنامه کړي. که دوى ادعا کوي چې دوى دا کار د مذهب په اساس کړى نو دا ټول درواغ دي او د دوى د اعمالو له مذهب سره هيڅ تعلق نه شته»

يوه بل ديني عالم ډاکټر عطاوالرحمن وويل، د بشري قوانينو او اسلام له نظره يو پلار هم دا حق نه لري چې خپلو اولادونو ته د ګوزڼ له ناروغۍ د ژغورنې له څاڅکو انکار وکړي، ده پر وسلوالو طالبانو ږغ وکړ چې که دوى واقعي اسلام ته وفادار وي، نو د پوليو د واکسيناسيون په ورځو کې دي اوربند اعلانوي او پخپله دې په دې کمپاين کې ګډون کوي:

«ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو په معامله کې تاسې بايد اوربند وکړئ او د کمپاين په ورځو کې پخپله د دې کار مرسته وکړئ که تاسې خپل ځان واقعي پر حق او مسلمانان ګڼئ، دا وخت ٧٧٧ ديني عالمان د پوليو د کمپاين د ملاتړ لپاره په هره سيمه او کلي کې د خلکو د پوهې لپاره تبليغ کوي، يو پلار هم دا حق نه لري چې خپل اولاد د ګوزڼ په ناروغۍ ووهي او مرګ ته يې ورکړي، دا جرم دى، د اسلام له نظره هم دا روايښت نه لري»

په کوټه کې د پوليو په ضد د واکسيناسيون د بيړني مرکز مشر ډاکټر سيف الرحمن وايي، وسلوالو غوښتل چې د پوليو تېر څلورورځنى کمپاين ناکامه کړي، خو وايي سره له دې چې دوى د دې کمپاين پر ساتونکيو پوليسو ناځوانمردانه حمله وکړه، خو دا کمپاين بيا هم په برياليتوب سره پاى ته ورسېد:

«د نېکمرغۍ خبره دا ده چې خلکو همت وکړ او کمپاين يې درېدو ته پرېنښوو، دوى وسلوالو ته دا پيغام ورکړ چې دوى که هر څه کوي موږ حوصلې نه بايلو او موږ به له خپل هېواد او ايالته د پوليو ناسور په بشپړه توګه پاکوو. موږ د حکومت په مرسته د پوليو راتلونکى کمپاين ته تر دې هم کلک امنيت نيولى او ورته اماده يو»

د تېرې چارشنبې په ورځ په کوټه کې د پوليو د واکسيناسيون مرکز ته نيژدې پر هغو پوليسو- چې د پوليو د کمپاين امنيت يې ساته- ځانوژونکى بريد وشو او په نتيجه کې يې ديارلس پوليس، يو ملېشه عسکر او يو عام لاروى و وژل شول او پينځويشت په کې ټپيان شول چې مسووليت دوو وسلوالو ډلو ومانه، د پاکستاني وسلوالو طالبانو تحريک او د جيش الاسلام په نامه وسلوالې ډلې رسنيو ته په جلا- جلا پيغامونو کې ادعا وکړه چې دغه ځانوژونکى بريد دوى کړى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG