د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د سولې په اړه د کابل ۴ اړخیزه غونډه کې به په کومو اړخونو بحث وشي؟


د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د سولې په اړه په کابل کې جوړېدونکې څلور اړخیزې غونډې ته بشپړ چمتووالی لري.

د افغانستان پلازمېنه کابل به د دوشنبې په ورځ د سولې په اړه د یوې څلور اړخیرې غونډې کوربه وي او افغان چارواکي وايي چې دې غونډې ته بشپړ چمتووالی لري.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به د سولې د اجنډا پر بېلابېلو اړخونو بحث وشي.

ښاغلي فیصل په کابل کې د دوشنبې ورځې د جوړېدونکي غونډې د مهمو اهدافو په اړه وویل:

"د دې غونډې موخه د افغانستان د سولې د خبرو په څرنګوالي باندې بحث دی، ترڅو موږ له هغو ډلو سره چې د سولې خبرو ته لېواله دي، د سولې خبرې پیل کړو او هغه ډلې چې سوله نه کوي، له هغوی سره پوځي اقدامات تعقیب کړو. هغه یوه اجنډا ده چې د افغانستان د سولې موضوع ده، ولې په دغې اجنډا کې بېلابېلې برخې او بېلابېل موضوعات تر بحث لاندې نیول کېږي، دا ځل به په کابل کې د سولې د خبرو د شروع کېدو لپاره هغه لازم مراحل چې باید طی شي، په هغو به خبرې کېږي."

ښاغلي فیصل وویل چې له پلان سره سم په دې غونډه کې له افغانستان او پاکستان څخه د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان او چین او امریکا څخه د افغانستان او پاکستان لپاره د هغو هېوادونو ځانګړي استازي برخه اخلي.

تر دې دمخه د دغې څلور اړخیزې غونډې لومړی پړاو تېره اوونۍ په اسلام اباد کې جوړ شوی و چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو په کې برخه اخیستې وه.

په دغې غونډه کې د افغان پلاوي مشر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي کابل ته له راستنېدو سره سم یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانان به تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د سولې په برخه کې د یو شمېر بدلونونو شاهد وي.

له دې سره بیا یو شمېر افغان کار پوهان وايي، که چېرې هغه ژمنې چې په تېره غونډه کې ورکړل شوي، ورته عملي پروګرام اعلان شي، دا غونډه به د سولې د راوستو لپاره ګټوره تمامه شي.

د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر ودیر ساپي په دې اړه وویل:

"دا دویمه غونډه چې کابل کې نیول کېږي، د سولې لپاره، که هغه ژمنې چې دوی لومړۍ غونډه کې کړې دي او همدغه پړاوونه یې ورته سنجولي وو، عملي پروګرام هم اعلان شي، د ټولو خواوو توافق هم پرې وي، دا به د سولې لپاره یو ګټور ګام وي."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې د مذاکرو د پرمختګ لپاره به مشورې او خبرې جاري ساتي.

ښاغلي غني همدارنګه د سولې لپاره په روانو هڅو کې خپل موقف پیاوړی بللی او محتاطانه خوشبیني يې څرګنده کړې ده.

د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د روغې جوړې وروستیو هڅو ته ځکه خوشبیني ښودل کېږي چې نړېوال قوتونه لکه امریکا او چین هم په دغه بهیر کې ښکېل دي او افغان حکومت وايي؛ داسې چوکاټ به رامنځ ته کوي، څو له مخې یې د سولې په بهیر کې د پاکستان د ژمنو عملي کېدل وڅارل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG