د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

د تاجکستان د ولسمشر لپاره پر نامحدوده کاري مودې غور کیږي


د تاجکستان پارلمان د هغه هېواد د ولسمشر لپاره پر نامحدوده کاري مودې غور کوي.

دوی د حکومت له خوا پر هغه وړاندیز کار کوي چې له مخې به یې په اساسي قانونو کې د بدلون په راوستلو سره ولسمشر امام علي رحمان وکولای شي د نامحدودو دورو لپاره د هغه هېواد مشر او واک یې پیاوړی پاته شي.

دا هغه څه دي چې د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو مشران هم ترې برخمن دي.

د تاجکستان د پارلمان غړو تر اوسه د دې وړاندیز په اړه جزییات رسماً نه دي خپاره کړي.

د تاجکستان حکومت د هغه هېواد په اساسي قانون کې د بدلون په اړه یو وړاندیز پارلمان ته لیږلی چې په کې د ولسمشر لپاره د نامحدوده کاري دورو په اړه خبره شوې ده.

د پارلمان اکثریت د ولسمشر رحمان پلویان دي. که دا وړاندیز ومنل شي په اساسي قانون کې به بدلون د ریفرنډم یا ټول پوښتنې له لارې راځي.

د تاجکستان د پارلمان یوه ویاند د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې د حکومت له خوا یې په دې اړه وړاندیز ترلاسه کړې، خو د هغه د جزییاتو په اړه یې څه ونه ویل، خو په هغه مسوده کې چې رویټرز ترلاسه کړې، راغلي چې د امام علي رحمان لپاره د دوو دورو ولسمشرۍ محدوده دې لرې شي او نوموړی دې د ملت د مشر په ځانګړي نوم ونومول شي.

دا هغه لقب دی چې تېره میاشت د مقننه قوې له خوا ورکړل شو.

د تاجکستان د پارلمان یوه استازي محمد علي وطنوف د ازادي راډیو تاجکي څانګې سره په خبرو کې دغه ډول بدلونونه د ټولنې له پرمختیا سره تړلي بولي:

"دې ته په کتو چې پر دې اساسي قانون ډیره موده تېره شوې ده، نو قانون هغه څه دی چې په پرله پسې ډول بدلیږي، ځکه د ټولنې له پرمختیا سره تړاو لري. د همدې تړاوونو له کبله د قانون ځیني معیارونه بدلیږي."

په دې وړاندیز کې بل بدلون داسې ذکر شوی چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیداتورۍ عمر باید له ۳۵ څخه ۳۰ لږ تر لږه ته واوړي.

د ولسمشر رحمان مشر زوی رستم امام علي اوس ۲۸ کلن دی او تر هغو چې په ۲۰۲۰ کال کې د ولسمشر په توګه د امام علي رحمان موده پوره کیږي، د هغه زوی به ۳۳ کلن وي.

شاکرجان حکیموف د تاجکستان یو حقوقي کارپوه دی، هغه وایي د ولسمشرۍ لپاره د کاندیداتورۍ د عمر په بدلون سره ښایې ولسمشر رحمان بیا هم د خپلې کورنۍ یا د ځان د واکمنۍ لپاره لار هواروي.

ښاغلي حکیموف زیاته کړه:

"د نورو بانفوذه هېوادونو یا نړېوالو سازمانونو له خوا وړاندیزونو ته په کتو، امکان لري چې امام علي رحمان په ۲۰۲۰ کال کې ولسمشرۍ ته له دریدو ډډه وکړي، نو پرځای خپل زوی یا یوه بله داسې موضوع رامخته کوي چې تر هغه وروسته د ده تر مشرۍ لاندې او یا هم د ملت د مشر په توګه د شخصي وکالت له مخې، دولت اداره کړي."

۶۳ کلن رحمان له تېرو ۲۸ کلونو راهیسي پر دغه ۸ میلیونه نفوس لرونکي مسلمان هېواد خپله واکمني ساتلې ده.

د تاجکستان د اسلامي نهضت ګوند چې د ده عمده مخالف ګوند دی د تېر مارچ په ټاکنو کې ونه توانید په پارلمان کې څوکۍ ترلاسه کړي .

له هغه وروسته دغه ګوند د ولسمشر رحمان د حکومت له لوري منع اعلان شوی او مشران یې د کودتا په پلانولو تورن شوي دي.

تردې وړاندې هم په قانون کې د بدلون راوستلو او یوې ټول پوښتنې په نتیجه کې امام علي رحمان وتوانید څلور ځلي ولسمشرۍ ته ودریږې چې وروستۍ دور یې په ۲۰۱۳ کال کې وو او د اوو کلونو لپاره د ولسمشر په توګه بیا وټاکل شو.

د اوسني اساسي قانون له مخې دی نه شي کولای د بلې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

د منځنۍ اسیا بل هېواد قزاقستان هم په ۲۰۰۷ کال کې په خپل اساسي قانون کې ورته بدلون راوستی دی چې له مخې یې د هغه هېواد ولسمشر نور سلطان نظر بایف د نامحدودو دورو لپاره کولای شي د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړي.

دغه راز د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف په قانون کې د بدلون او ټول پوښتنې له لارې په خپل هېواد کې د ولسمشرۍ لپاره د دوو دورو محدوده لېرې کړې ده.

دغه اقدام په هغو هېوادونو کې دننه د مخالفو ګوندونو او لویدیځو هېوادونو له خوا تر انتقاد لاندې راغلي دي، خو په دې اړه د هغوی هر ډول ډیپلوماټیکو فشارونو نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG